.jpg)
مجبورۍ یې د ژوند خواږه ورځنې تروړلي دي. د ژمي ساړه او د دوبي سوځنده لمر به یې د مخونو او وجودونو رنګ پر بله اړولی و. کرۍ ورځ به له سهاره بیا تر ماښامه په وچه ځمکه بې کالیو پراته وو.
ګومان به کېده، دا ښایسته معصوم ماشومان به ګنې د لوږې او تندې له امله داسې بې سده وي؛ خو د ژوند کیسه یې بدله وه.
دې تنکیو ماشومانو ته به په لوی لاس نشه يي توکي په دې پار ورکول کېدل چې ګوندې د خلکو د زړه سوي وړ وګرځي او یو څه د الله په نوم خیرات ورکړي.
د بې خودۍ په دې انتهايي بد حالت به یې ځینو نرم زړو د خپل زړه درد د یو څو روپو په ورکړې تسل کاو؛ ځېنې بیا له ځانه سره په بنګېدلي حالت ترې تېرېدل؛ ښايي دا به یې ویل:« … دا څه لېونتوب دی..!؟».
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په بزازۍ څلور لارې کې به ډېرو دا ماشومان له یوې سپین سرې سره یو ځای لیدلي وي.
شاوخوا۵۰ کلنه خان بي بي هغه مېرمن ده، چې په خپل لاس به یې خپلو څلورو بچیو ته نشهيي توکي په دې پار ورکول چې جلال اباد ښار کې پرې خیرات راټول کړي.
دې مېرمنې به هره ورځ د جلال اباد ښار بزازۍ څلور لارې له ګڼې، ګوڼې په ډک ځای کې خپل نشه ماشومان غورځول او له دې لارې به یې یو څو پیسې پیداکولې.
خان بي بي له اره د کندوز ولایت اوسېدونکې ده او وايي، دا کار ورته له خپلو پلرونو ورپاتې دی.
دا مېرمن او ماشومان یې نن ورځ د ننګرهار ولایت مقام په لارښوونه د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري نیول شوي دي.
مېرمن خان بي بي وايي، که مجبوره نه وی؛ خپل اولادونه به یې د مرګ تر کومي نه رسول.
هغه وايي، که حکومت ورته د سرپنا سربېره د کار زمینه برابره کړي؛ له خیرات غوښتو به لاس واخلي او نور به خپل ماشومان درس و تدریس ته کېنوي.
حکومتي چارواکي دا اقدام وروسته له هغې کوي، چې کله د دغې مېرمن او د نشې په حالت کې د پرتو ماشومانو تصویرونه په خواله رسنیو کې د بحث موضوع وګرځېده.
.jpg)
ورته وخت کې د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس او دغه ولایت کې د ماشومانو د ساتنې شبکې مشر عبدالحکیم شېرزاد سلاموطندار سره په مرکه کې وویل، د مېرمن خان بي بي په څېر ګڼې نورې کورنۍ جلال اباد ښار کې په سوال کولو استخدام شوي او دا چاره انساني قاچاق یادوي.
نوموړی وايي، د مېرمنو او ماشومانو له مجبوریته ناوړه ګټنه د اسلامي او اساسي قانون خلاف عمل دی او دوی ژمن دي، د عاملینو د پیداکولو لهپاره یې خپلې هڅې لا چټکې کړي.
د کار او ټولنیزو چارو رییس زیاته کړه، د ولایت مقام په لارښوونه د امنیې قومندانۍ، بشري حقونو، ښځو چارو او حج او اوقافو ریاستونو ګډ کمېسیون جوړ شوی، څو جلال اباد ښار کې ګومارل شوي خیرات ټولوونکي راټول او د مرستې تر څنګ ورته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي وويل، دوی سره شاوخوا شپاړلس زره بې وزله کورنۍ، معلولين، شهيدانو کورنۍ او نور ثبت دي چې ګڼ شمېر سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي او يو شمېر نورو ته يې د کاروبار زمينه برابره کړې.
جلال اباد ښاریان هم وايي، د مېرمن خان بي بي په څېر ګڼې نورې کورنۍ هره ورځ جلال اباد ښار بېلابېلو واټونو کې په نشه حالت کې له خپلو ماشومانو په ګټنې خیرات ټولوي.
د جلال اباد ښار یو اوسېدونکی صحت سمسور وايي، څو ځلې یې لیدلي دغې مېرمنې به ماشومانو ته شنو نسوارو، د نشې شربتونه او نور نشهيي توکي ورکول او له د لارې به یې روزګار ته ګټلې.
دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې له جلال اباد ښاره دې استخدام شوي خیرات ټولوونکي راټول او کاري زمینه دې ورته برابره کړي.
عام خلک له حکومته دا هم غواړي، چې د دغو کورنیو استخداموونکي دې پیدا او قانوني کړنه دې ورسره وکړي.
ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک دفتر د ماشومانو د حقونو د ملاتړ څانګې مشر غلام حسین بېوس هم د خلکو له مجبوریته ناوړه ګټنه د بشري حقونو خلاف کړنه ګڼي او له حکومتي چارواکیو غوښتنه کوي، چې په انساني قاچاق کې ښکېل کسان او د سوالګرو استخداموونکي چینلونه رسوا او قانون دې پرې پلی کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم سلاموطندار ته ویلي، حکومت ژمن دی چې ننګرهار کې د ګومارل شویو سوالګرو او دغه ډول نورو کسانو اصلي عاملین نیسي او قانوني عمل به ورسره کوي.
له دې وړاندې هم له پلازمېنې کابل او بېلابېلو ولایتونو دا ډول ریپوټونه خپاره شوي چې د انساني قاچاق په برخه کې د کارکوونکیو ادارو، بشري حقونو او مدني ټولنو غبرګونونه یې له ځان سره لرلي دي.





