
د جوزجان ولایت د خماب ولسوالي ولسوال انجینراحمد سلاموطندار ته وویل، طالبانو د دې ولسوالي تر نیولو وروسته د دولتي تاسیساتو ورانولو ترڅنګ، پر هرې کورنۍ درې وخته ډوډۍ او د میاشتې زر افغانۍ باج ايښی دی.
د نوموړي په وینا، طالبان د سیمې پر اوسېدونکیو د ډول ډول قوانینو په وضع کولو سره، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او هر کار یې چې زړه وغواړي، په خلاص لاس یې پر عامو خلکو عملي کوي.
د خماب ولسوال زیاتوي، طالبان په زوره پر خلکو ږیرې پرېږدي، پنځه وخته یې جماعت ته لېږي، عشر او زکات ترې ټولوي او اوس یې درې وخته ډوډۍ هم پرې ايښې او هغوی سره له دې چې بېوزله دي، خو بیا هم اړ دي چې ور یې کړي.
په همدې حال کې د خماب ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي چې د طالبانو له شره یې نه خلاصوي او که ژر تر ژره یې پر وړاندې پوځي عملیات و نهکړي، د سیمې اوسېدونکي به له ګڼو نورو ستونزو سره مخ کړي.
د دې ولسوالي اوسېدونکي خال بيبي او کمالالدین وايي، که څه هم بېوزله دي، د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې نه پوره کولې، خو بیا به هم طالبان ورتلل او د ۲۰ یا ۴۰ کسانو لپاره به یې پرې ډوډۍ پخوله.
دوی زیاتوي، نه پوهېږي د خپلو بچیانو او کورنۍ لپاره غله و دانه پیدا کړي او که د طالبانو لپاره.

بلهخوا د جوزجان یو شمېر مدني فعالان په یاده ولسوالي کې پر خلکو د طالبانو ظلمونو ته په اشارې وايي، د هغوی پر وړاندې د پوځي عملیاتو ځنډول د خلکو وژلو ته لار هواروي او د سیمې اوسېدونکي نهشي کولی، تر دې زیات د طالبانو فرمایشونو او سپارښتنو ته غاړه کېږدي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.





