د اداري فساد له اړخه د کانونو وزارت زیان‌مننې په اړه اندېښنې

له اداري فساد سره د مبارزې او ارزونې ګډې کمیټې نن کابل کې د خبري غونډې پر مهال د اداري فساد له اړخه د کانونو وزارت زیانمننې په اړه راپور خپور کړ.

خبري غونډې ته له اداري فساد سره د مبارزې او ارزونې ګډې کمیټې رییس باري سلام  وویل چې د کانونو سکتور ارزښتي زنځیر په ټولو پړاوونو کې اداري فساد شته.

د ده په وینا، د دوی په راپور کې په نښه شوي چې د دولتي بهیرونو کمزورتیاوو او تشو د کانونو او پترولیم وزارت پر کار هم اغیز کړی او تر څنګ یې ناقانونه کان‌ایستونکي، دغه ناقانونه کان‌ایستونکي خپلس‌ري وسله‌وال کنترولوي او د ادارو چارواکي هم له صلاحیت پرته له کان‌ایستونکیو پیسې اخلي او لاسوهنه کوي.

له داري فساد سره د مبارزې او ارزونې ګډې کمیټې څېړونکی ادریس هاشمي وایي چې د فساد له امله د څارنې بهیر پیاوړتیا هڅې کمزورې دي.

د ده په وینا، د فساد د مخنیوي له‌پاره د کانونو او پټرولیم وزارت کې کره کنټرولي میکانیزمونه نه‌شته.

خو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي چې له اداري فساد سره د مبارزې څارنې او ارزونې ګډې کمېټې راپور نیمګړی او د تېرو کلونو اطلاعاتو پر بنسټ چمتو شوی‌دی.

دا له اداري فساد سره د مبارزې څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې لومړنی راپور دی چې د کانونو او پټرولیم وزارت کې د اداري فساد زیانمننې په اړه خپور شوی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام