
د لوګر يوشمېر ښوونکي وايي، که د سرپنا غم يې و نه خوړل شي، درسي اعتصاب به وکړي.
د دغه ولایت د مرکز پلعلم لسګونه ښوونکیو په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې د چارواکیو له لوري ورسره د استوګنیزو نومرو په ورکړه کې ناغېړي کېږي.
دوی وايي، له کلونو راهیسې په هېواد کې د پوهنې لپاره خدمت کوي، خو تراوسه د سرپنا ځای نهلري.
یوه ښوونکي خلیلالله توکلي سلام وطندار ته وويل چې اړوند مسوولان یې غږ نه اوري او اړ شوي چې درسي اعتصاب ته مخه کړي. د نوموړي په وینا، تراوسه په لوګر کې د ښوونکیو هېڅ غوښتنې ته مثبت ځواب نهدی ورکړل شوی او په وینا یې، تر هغه به خپل اعتصاب وغځوي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.
په همدې حال کې د لوګر د ښوونکیو د اتحادیې رییس لطفالله ستانکزي سلاموطندار ته وويل چې څو کاله وړاندې ورته استوګنیزې نومرې منظور شوي او د مسوولانو له لوري هم ورسره د ښوونکیو د ښارګوټي د وېش په برخه کې ژمنې شوي، خو تراوسه نهدي عملي شوي.
خو د لوګر د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال وايي چې د ښوونکیو له استازیو سره یې تر ناستې وروسته د هغوی غوښتنې د ځمکو او ښار جوړولو وزارت له مسوولانو سره شریکې کړي او کېدای شي په راتلونکې اوونۍ کې ورته د نومرو د وېش لړۍ هم پیل شي.

نوموړی له ښوونکیو غواړي چې درسي اعتصاب دې نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالي د دهنو سيمې اوسېدونکیو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د پوستو ځای پرځای کولو په غبرګون کې یوشمېر ښوونځي تړلي وو.





