د ۴۵۵ او ۴۵۶ خدمتونه که د غولولو نوې لاره

د «الف ټکنالوژۍ» په نامه شرکت چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت نه د مخابراتي شرکتونو سره په ګډه د ۴۵۵ او ۴۵۶ خدمتونو جواز اخیستی، چې ستونزو ته د رسېدنې په نامه له همدې شرکتونو سره په همغږۍ د خدماتو په وړاندې کولو سره له خلکو ډېر لګښت پرېکوي.

د اقتصادي او ټولنیزو چارو شنونکي وايي، چې په اقتصادي لحاظ د طلوع ټلوېزیون او اړوندو رسنیو نه د ۴۵۵ او ۴۵۶ شمېرو خپرېدونکي پیغامونه د ولس له شتمنۍ سره د دوکې او غولولو یو نوی ډول دی، چې ټولنې ته زیان رسوي او هغوی هغو خدمتونو ته چې حق یې وي؛ لاس رسی نه‌شي پيداکولی.

د اقتصادي چارو شنونکي محب الله شریفي پیسو دا ډول راټولول له ولس سره سراسر ظلم ګڼي او وايي، چې د دې پر ځای دې په یوې واقعيي پالیسۍ کار وکړي، چې هم یې ګټه سالمه وي او هم ولس بې‌ځایه زیان ونه ویني.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف‌الدین سیحون وايي، چې یو شمېر رسنۍ د خپلو مادي ګټو د تامین او بقا له‌پاره له هر ډول لارو ـ چارو کار اخلي.

د ده پر وینا، دغه ډول رسني د ټولنې له مطالعې وروسته هڅه کوي، چې د هغوی عاطفي او رواني نقطې پيدا کړي او له هماغې لارې د عوایدو د ترلاسه کولو هڅې ګړندۍ کوي.

خو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مسوولان د انټرنټي او اطلاعاتي اسانتیاوو په برخه کې بوخت شرکتونو له‌خوا د دا ډول خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه له‌دې وزارت سره ثبت، قانوني او د سهولیتونو په برخه کې یوه پر ځای هڅه بولي.

د دې وزارت ویاند محمد یاسین صمیم وايي، چې د مخابراتو وزارت اړوند «اترا» ادارې کاري جواز ورکړی؛ خو د کار څرنګوالی په قانوني لحاظ د شرکت خپل کار دی.

د صمیم پر وینا، د هرې دقیقې لګښت د مخابراتي شرکتونو او الف ټکنالوژۍ ترمنځ په مساوي ډول وېشل کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د پوهنې او روغتیا وزارتونو چارواکي د ۴۵۵ شمېرې پيغامونه د هېوادوالو له‌پاره ګټور بولي او وايي، چې له‌دې سره یې د ډېرو خلکو ستونزې حل کړې‌دي.

د دوی پر وینا، استازي یې د هېوادوالو پیغامونه راټولوي او بیا یې ستونزو ته د رسیدنې په‌پار اړوندې برخې ته راجع کوي.

خو یو شمېر هېوادوال دا ډول اعلانات خدمتونه نه، بلکې یو ډول سوداګریزه دوکه ګڼي.

د دوی پر وینا، ډېرې کمزورې پوښتنې کوي او د غږ په رسولو کې له‌دوی نه ډېرې زیاتې پیسې ګرځوي.

خو د طلوع ټلوېزیون مسوولان د ۴۵۵ او ۴۵۶ خدمتونه ګټور بولي، چې هېوادوال د «الف ټکنالوژۍ» د دې خدمتونو په‌واسطه په کم وخت او کم لګښت سره خپلې ستونزې اړوندو ادارو ته رسولی شي. د دوی پر وینا، هېوادوال د یوې اړیکې په نیولو سره د سترو جایزو ګټونکي کېږي او دا هغه څه دي، چې د تفریح او اقتصادي ګټې په پار د هېوادوالو له‌پاره ښه مرجع ده.

د طلوع نیوز د مسوولانو پر وینا، د ۴۵۶ خدمتونه په یو دقیقه کې ۱۰ افغانۍ او ۴۵۵ په یوه دقیقه کې ۷ افغانۍ لګښت لري.

له‌دې سره هم مهاله د اقتصادي چارو کارپوهان او هېوادوال وړاندیز کوي، چې ټلوېزیوني شبکې دې د دې ډول پيغامونو پرځای داسې خپرونې وکړي، چې د ولس او دولت ترمنځ اړیکې جوړې او د هغوی ستونزې په جدي ډول د حل مناسبه لاره ومومي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام