
د سلاموطندار د انلاین برخې اېډېټور او لیکوال عمران راتب بېګا په کابل کې د زړه حملې له امله ساه ورکړه. سلام وطندار د هغه مړینه د هغه کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وايي. د هغه مړینه زموږ د روڼاندې ټولنې لهپاره یوه ستره ضایع ده.
عمران راتب د فلسفې او او ادبیاتو کرهکتونکی او د نظر خاوند و. راتب د لیکوالو او روڼاندو په کتار کې مشهور نوم وو او د افغانستان په چاپي رسنیو کې یې ډېرې لیکنې خپرې شوېدي.
ارواښاد راتب په حوصله کې د غر غوندې انسان و.





