
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د محلي ادارې د طرحې له مخې، د هرات ښار په کچه جدي محدودیت په پام کې نیول شوی او پر بنسټ به یې هغو مارکېټونو او هټیو ته چې نااړین توکي پلوري، تر بلې خبرتیا پورې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.
د هغه په وینا، هغه مهمې ادارې لکه ښاروالي، برښنا، ټرانسپورټ، ګمرک، مستوفیت او بانکونه به پرانستې وي، څو خلک خپلې جدي اړتیاوې پوره کړي.
د یو شمېر نورو ولایتونو او ښارونو مسوولان هم له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د جدي تدابیرو خبر ورکوي.
د کابل شهزاده سرای چې د اسعارو د تبادلې مرکز دی، ټاکل شوې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره تر دوو اوونیو پورې وتړل شي.
کابل ښاروالي د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د ځینو نورو اقداماتو خبر هم ورکوي.

د کابل ښاروالي ویاندې نرګس مومند سلاموطندار ته ویلي، د ښار په ګڼهګوڼو او زیانلیدونکیو سیمو کې د دواشیندلو بهیر یې پیل کړی دی.
د بلخ ولایت محلي اداره چې د کورونا ویروس درې شکمنې او دوه مثبتې پېښې پهکې ثبت شوي، په مزار ښار کې یې د ضدعفوني کولو پروګرام پیل کړی دی.
د بلخ د عامې روغتیا رییس خلیلالله حکمتي وايي، دغه کار کولی شي د کورونا ویروس د پراخېدو مخه ونیسي.
د بامیان ولایت د عامې روغتیا رییس سیدعلي ناصري وايي، په پام کې لري چې په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د تشخیص او کنټرول لپاره د ۳۰ بستریز روغتون تیار او دغه راز خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو پروګرام هم پیل کړي.
د هغه په وینا، سپورتي فعالیتونه ځنډول شوي، د ودونو هوټلونه او نور هغه ځایونه هم تړل شوي چې خلک پهکې راټولېږي.
د دایکندي د عامې روغتیا رییس اسحاقعلي درمان سلاموطندار ته ویلي، دغه ولایت ته په ننوتونکې دروازه کې یې یو روغتیايي ټیم ځای پر ځای کړی چې ورتلونکي مسافران وګوري.
د پروان د عامې روغتیا رییس صفيالله وارسته هم وايي چې د دغه ولایت د روغتیايي تجهیزاتو چمتو کولو لپاره د عامې روغتیا وزارت له لوري یو میلیون ډالره ور استول شوي او د شکمنو کسانو د قرنطین کولو لپاره یې یو ۲۳ بستریز مرکز هم په پام کې نیولی دی.
په کندهار کې د روغتیا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې مسوول سرور فېروزي له سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره یې په ټولو دولتي ادارو کې درمل شیندلي او خلکو ته یې د پوهاوي ورکولو پروګرام هم په پام کې نیولی دی.





