
د بامیان او دایکندي ولایتونو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مسوولان وايي چې د تېرو درې ورځو پر مهال د دایکندي په میرامور، سنګتختوبندر او شترلي او د بامیان ولایت په یکاولنګ او ورس ولسوالیو کې واورې ښویېدنې د ۲ ښځو په ګډون د ۱۵ کسانو ژوند اخیستی دی. په یادو واورې ښویېدنې کې ۶ کسان ټپیان او ۷ نور ورک شوي دي.
دغه راز لسګونه مالونه هم مړه شوي دي.
د دایکندي د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس اسدالله سروري سلاموطندار ته وویل چې په تېرو درې ورځو کې دوه ځله سیلاب راغلی او له ۳۰ ډېرې واورې ښویېدنې شوې دي.
د بامیان او دایکندي د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مسوولانو په وینا، د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه نړېدلي، د کر ۵۰ جریبه ځمکه لاندې شوې، زرګونه میوه لرونکې ونې چپه او څو کیلومتره سړک ویجاړ شوی دی.
دوی زیاتوي، اوس د دغو دوو ولایتونو د تګراتګ ډېری لارې تړلې دي.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د دایکندي په میرامور ولسوالي کې د واورې ښویېدنې له کبله ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.





