.jpg)
په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې موده شپږ میاشتې وغځېده، په دې موده کې به افغان حکومت د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې له پاکستان سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، هر هغه افغان کډوال، چې په خپله خوښه افغانستان ته ورستانه شي، د دوی له لوري به ۴۰۰ امریکايي ډالر نقده مرسته ورسره وشي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له دې مخکې له کډوالو سره ۲۰۰ امریکايي ډالر مرسته کوله.
اعلان شوې موده د روان کال تر پایه تمدید شوې ده.
لومړني راپور
شنونکي: په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې په لنډه موده کې نه هوارېږي
د سیاسي چارو شنونکي وايي، چې په پاکستان کې د افغان ګډوالو ستونزې اوږد مهاله دي اوباید دواړه حکومتونه د کډوالۍ پر ستونز مخامخ خبرې وکړي.
د دوی پر وینا، پاکستان باید کډوال ته اسانتیاوې چمتو کړي؛ سر له اوسه دې لاس په کار او د پاتې کډوالو برخلیک دې، د دواړه حکومتونو له خوا څرګند شي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد اسحاق اتمر وايي، په اوسنیو شرايطو کې پاکستان هڅه کوي، چې پر افغان کډوالو فشار راوړي، چې دا کار یې د د ګډوالۍ او بشري قوانینوسره په ټکر کې دی.
د ښاغلي اتمر په خبره، په وروستیو کې پاکستان له افغان کډوالو نه د الې په توګه کار اخلي.
د ده په باور، د ګډوالو دغه ستونزې باید افغان حکومت د ګډوالو چارو وزارت په رسمي ډول له پاکستان سره مخامخ، په کابل او یا هم اسلام اباد کې UNHCR ته وړاندې کړي او د حل یوه لاره دې ورته پیدا کړی شي، ځکه چې په خبره یې، د ګډوالو ستونزې هېڅکله هم په یوه یا دوه میاشتو کې نه هوارېږي.
د راپورونو له مخې، تمه کېږي چې سبا د (جون پر ۳۰مه) پاکستان د افغان کډوالو د میشت کېدو نېټه پای ته ورسوي.
بل خوا بیا د خېبرپښتونخوا سیمه ییز حکومت مخالفت ښودلی، چې نور په دې سیمه کې افغان ګډوال نه شي منلی.
.jpg)
په دې اړه د ګډوالو او راستنېدونکیو چارو زارت چارواکي وايي، چې افغان حکومت تېر کال له پاکستاني حکومته د افغان ګډوالو د مېشتېدو دوو نورو کلونو د تمدیدېدلو غوښتنه کړې وه.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالحفيظ میاخېل سلام وطندار سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د کډوالو په چارو کې هوکړې ته به عملي بڼه ورکړل شي.
دی وايي، چې پاکستان لا تراوسه د افغان کډوالو د مېشتېدو طرحه کابینې نه ده تصویب کړې.
په همدې اړه په کابل کې د ګډوالۍ په چارو کې د ملګرملتونو اداره یا UNHCR هم ټينګار کوي، چې د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو د مېشتېدو نېټه دوو نورو کلونو له پاره هم وغځوي.
د دې ادارې ویاند نادر فرهاد سلام وطندار سره په خبرو کې وویلو چې دوی د پاکستاني د کابینې هغې پرېکړې ته په تمه دي، چې د افغان ګدوالو مېشتېدو نېټه دوو نور کلونونه له پاره هم وغځوي. فرهاد هیله من دی، چې سبا ورځې له رارسېدو مخکېې یو ښه خبر ترلاسه کړي.
په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد پوځيانو ۲۰۰۰ کډوال نیولي، چې له ډلې یې ۴۰۰ کسان افغانستان ته استولي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستان کې اوس مهال ۳ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې یو نیم میلیون یې ناقانونه دي.





