.jpg)
د پروان د ملکي سل بستره ملکي روغتون لسګونو نرسانو او قابلو په روغتون کې د کم امتیاز په بدل کې د ډېر کار له کبله کار پرېښود او اعتصاب یې وکړ. دوی مسوول چارواکي په دې برخه کې په بېپروایۍ تورنوي.
د یاد روغتون دوه نرسانو پیمانه اکرمي او فرهاد وايي، که څه هم کار یې ډېر او نوکریوالي هم لري، خو امتیازونه یې د دغه ولایت د نورو روغتونو په پرتله نیمايي دی. دوی وايي، د سهار له ۸ نه تر ۳ بجو پورې په روغتون کې کار کوي او ترڅنګ یې د پروان تر څنګ، د پنجشېر او کاپیسا ولایتونو د ناروغانو درملنه هم کوي، خو لږ معاش اخلي.
په همدې حال کې د یوشمېر ناروغانو پایوازان وايي چې د نرسانو او قابلو کاري اعتصاب ناروغان له ستونزو سره مخ کړي دي. ځینې یې وايي، ټاکل شوې وه چې نن یې ناروغان عملیات شي، خو د نرسانو او قابلو د اعتصاب له کبله وځنډېده.
د پروان د ملکي روغتون مسوولان دغه اعتراض د نرسانو او قابلو مدني حق بولي او وايي، د ملکي خدمتونو د قانون له مخې معاش اخلي او د تېرو ۱۸ کلونو پر مهال د دغه روغتون د کارکوونکیو په معاش کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د پروان د ملکي روغتون امر عبدالقاسم سنګین د معترضانو شمېر له ۱۵ تر ۲۰ کسانو بولي او وايي چې د دندې د اصولو خلاف کار کوي. هغه وايي، د یادو نرسانو او قابلو کاري اعتصاب د دغه روغتون د ناروغانو پر درملنې ناسم اغېز نه کوي.
د پروان ملکي روغتون هغه یوازینی دولتی روغتون دی چې لږ امکانات لري او هره ورځ سلګونه ناروغانو ورته د درملنې لپاره ورځي.





