
د مرکزي احصایې ادارې د یو شمېر ملي او نړۍوالو بنسټونو په مرسته د لومړي ځل لهپاره په پنځه برخو کې سروې کړېده.
د یادې سروې په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې ۵۲ سلنه وګړي په بېوزلۍ او لوږه کې ژوند کوي.
یاده سروې ـ چې د روغتیا، زدهکړو، کار، تولید او امنیت په برخو کې شوې ـ ښیي چې ۵۱.۷ سلنه افغانان په بېلابېلو برخو کې د بېوزلۍ ژوند لري.
سروی د افغانستان ۵۸ سلنه وګړیو عمرونه له ۱۸کلنۍ ټیټ ښودلي دي.
د سروې پایله ښيي چې د دې سروې ۸۹ سلنه برخه کوچیان او ۶۱ سلنه ښارمېشتي دي.
په کوچیانو کې د فقر کچه ۸۹ سلنه ده، په کلیو کې دا کچه ۶۱ سلنه ښودل شوې او ۱۸ سلنه د ښارونو اوسېدونکي بېوزله بلل شويدي.
پهدې اړه نن په کابل کې جوړې شوې غونډې ته د مرکزي احصایې ادارې رییس احمدجاوید رسولي وویل، د څو اړخیزې بېوزلۍ په اړه دا سروې په ۶ میاشتو کې شوې او له مالي پلوه هم ډېر لګښت پرې نهدی راغلی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ د څو اړخیزې بېوزلۍ سروې د رپوټ پر بنسټ، د افغانستان د ۸۳ سلنه وګړي په بېلابېلو برخو کې بېوزلي تجربه کوي او اکثریت یې په کلیو کې اوسېږي.
د دې رپوټ موندنې ښیي چې د څو اړخیزې بېوزلۍ ټیټه کچه په کابل کې ۱۲ سلنه او لوړه کچه یې په بادغیس کې ۸۱ سلنه ده.
دغه راز غونډې ته د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل چې دا رپوټ د بودیجې د تخصیص په برخه کې ډېره مرسته کولای شي.
ښاغلي مستور زیاته کړه، دا سروې ښیي چې په ولایتونو، ښارونو او کلیو کې د بېوزلۍ کچه سره توپیر لري او پهدې اړه د بېوزلۍ کمېدلو او یا له منځه وړلو لهپاره بېلابیلو کړنلارو ته اړتیا ده.
د اقتصاد وزیر همدارنګه زیاته کړه، اوسمهال ۶.۲ میلیونه د کور مېرمنې وزګارې دي چې د کار موندنې په پار یې پر کړنلارې کار روان دی.
د ده په وینا، که دغه شمېر مېرمنې له کوره ونه وځي؛ کار به یې کورونو ته ور وړل شي چې هغوی هم په اقتصادي وده کې خپل فعال رول ولوبولی شي.
ورته مطالب:
افغانستان کې د فقر او ګدایۍ زیاتوالي لاملونه او د مخنیوي لارې چارې





