د علیزیو او اسحاقزیو قومونو نښتې ۳۰ تنه وژلي او ۴۰ یې ټپیان کړي

عکس: له ارشیفه

د هلمند د والي ویاند عمرځواک نن دوشنبې د جنورۍ پر ۱۵مه سلام وطندار ته وویل چې له پرون راهیسې د دې ولایت په موسی‌کلا ولسوالۍ کې د علیزيو او د طالبانو په ملاتړ راپورته شویو اسحاقزيو قومونو ترمنځ د دولتي ځمکي پر سر جګړه روانه ده.

ښاغلي ځواک زیاته کړه طالبانو غوښتل دولتي ځمکه اسحاقزیو ته ووېشي؛ خو علیزیو یې مخه نیولې چې په پایله کې نښته رامنځته شوې. ده همدارنګه وویل چې په‌ شخړه کې ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان شوي‌دي. ځواک وايي، چې په‌دې نښته کې ۲۰ طالبان هم وژل شوي.

ځېنې ځایي خلک وایي چې د دې ولایت طالبان هڅه کوي چې مېشت‌ قومونه سره وجنګوي.

د موسی‌کلا ولسوالۍ یو اوسېدونکی سمیع‌الله او سیداجان وایي، طالبانو غواړي چې دولتي ځمکې په‌خپلو پلویانو ووېشي. دی تر ډېره دا هغه کسان بولي چې په نښتو کې وژل شوي او د طالبانو په لمسون راپورته شوي‌دي.

عکس: له ارشیفه

د هلمند د قومونو او قبایلو چارو رییس احمدنوید نظري هم وایي چې طالبانو له څوو میاشتو راهیسې هڅه کړې چې د علیزیو او اسحاقزیو لوی قومونه چې له سلګونو کلونو راهیسې یې دلته په سوله کې ژوند کړی؛ په جنګ واچوي. 

له تېرو ۵ ورځو راهیسي د موسی‌کلا ولسوالۍ بازار تړل شوی او د ځمکې پر سر دا لانجه  تر طالب مشرانو پورې رسېدلې؛ خو داسې ښکاري چې هغوی د لانجې غوڅولو هڅه نه‌ده کړې؛ ځکه خو خبره جګړې ته رسېدلې او لسګونو کسانو ته په‌کې مرګ‌و ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې بیا همدا نن د منګلو او خروټو قومونو تر منځ د ځمکې، اوبو او غرونو پر سر پېښه شوې ۲۴ کلنه شخړه پای ته ورسېده.

یاده لانجه د پکتيا بېلابېلو قومي مخورو په هڅو د جرګو او خبرو ـ اترو او د دولت په پاملرنې سره حل او لارې بېرته پرانېستل شوې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام