
دوه کاله وړاندې د کابل په زنبق څلورلارې کې تر سترې چاودنې وروسته، ځینې کابل ښاریان سړکونو ته راووتل او د امنیت ټینګښت په برخه کې یې د حکومت پر ناکامۍ اعتراض وکړ.
په یاده چاودنه کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو خپل ژوند بایللی و چې ورپسې ځینې کسان د غبرګولي پر ۱۲مه د پېښې په ځای کې لاریون ته راووتل چې یاد لاریون وروسته په تاوتریخوالي واوښت او له کبله یې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمدعلم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار په ګدون پهکې یوشمېر نور کسان هم ووژل شول.
اوس چې له یادې پېښې دوه کاله تېرېږي، لا یې هم ځینې اړخونه پټ پاتې دي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم ایزدیار د خپل زوی او د غبرګولي میاشتې د ۱۲مې او ۱۳مې نېټې د قربانیانو په دویم تلین غونډه کې یې خبرې کولې وویل، که حکومت تر دې زیات د دې پېښې قربانیانو د وژلو په دوسیو څېړلو کې ځنډ وکړي، له نورو غوراویو به کار واخلي.

د هغه په وینا، د غبرګولي میاشتې د وژل شویو لپاره د حکومت څېړونکي پلاوي راپور د خلکو پوښتنو او غوښتنو ته ځواب نهدی ویلی.
نوموړی زیاتوي، حکومت خاورو ته د سالم ایزدیار د سپارلو په مراسمو کې د ځانمرګي برید د عاملانو نیولو لپاره اراده نهلري.
په همدې حال کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، د حکومت د یوه مسوول په توګه د غبرګولي میاشتې د پېښو څېړلو په تړاو شوې څېړنې د قناعت وړ نهدي.
اجراییه رییس زیاتوي، باید د غبرګولي میاشتې پېښې په هراړخیزه توګه وڅېړل شي چې هېوادوال د افغانستان د عدالت پر دستګاه باور پیدا کړي.





