لاریونوال د کابل چټلې شوې سیمې بېرته پاکوي

کابل کې د تېرو دوو ورځو لاریونونو له کبله د ښار د واټونو ترڅنګ، د پولیسو پوستې او ځینې رېنجر هم وېجاړ شوي وو. اوس لاریونوال وايي چې هغه سیمې به بېرته پاکې او ورغوي چې د لاریون پرمهال سوځول شوې یا هم چټلې شوې دي.

د دغه کمپاین ګډونوال امیر عظیمي او اسد پارسا چې په همدې موخه راوتلي وايي، د لاریون پرمهال یې یوشمېر پوستې سوځولي، دېوالونه یې راغورځولي او رنګونه یې هم ور خراب کړي، خو اوس یې خښتې، رېګ او د رغاونې وسایل ورته راوړي چې بېرته یې ورغوي.

دوی وايي، لګښت یې معترضان او د کابل یوشمېر ښاریان ورکوي او هغه کثافات به هم له سړکونو راټول کړي چې په تېرو دوو ورځو کې پرې غورځېدلي وو او د ښار رنګ یې بدل کړی دی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د معترضانو دغه کار ستايي او وايي، هر ډول ښه ګام چې د خلکو له لوري اخیستل کېږي، ستایو یې.

په کابل کې د تېرو دوو ورځو لاریون پرمهال شاوخوا ۶ پوستې سوځول شوي او د راپورونو له مخې ۴۸ امینتي ځواکونه هم په‌کې ټپیان شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام