په نورستان ولایت کې ولسي وګړو دوه مینان وژلي

د ختیځ نورستان په واما ولسوالۍ کې د دې سیمې زیات شمېر قهرېدلو ولسي وګړو د واما ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ییز چپاو وروړي او له ولسوالۍ یې هغه هلک او جلۍ په زور اېستلي او وروسته یې وژلي، چې پرون ورځ له کوره د تښتې پر مهال پولیسو نیولي وو.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم د پېښې پخلي تر څنګ وايي، ګڼ شمېر ولسي کسانو نن ورځ د واما ولسوالۍ د دروازې له ماتولو وروسته دغه هلک او جلۍ په زور له ولسوالۍ اېستلي او وروسته یې وژلي دي.

هغه وايي، د ولسوالۍ پولیسو د خلکو تیت پرک کولو په موخه هوايي ډزې هم کړي، خو د هغوی د شمېر د زیادښت له امله پولیس د هلک او جلۍ په خلاصون نه دي بریالي شوي.

حافظ عبدالقیوم زیاتوي، ولسي وګړو هم پر پولیسو ډزې کړي، چې له امله یې درې پولیس ټپيان شوي او د یو پولیس سرتېري روغتیايي حالت د ډاډ وړ نه دی.

د والي په خبره، واما ولسوالۍ ته یې د پېښې څېړلو له پاره پلاوی ورلېږلی دی.

بل پلو د نورستان د ښځو چارو رییسه ذاهده فیضان وايي، په دغو قهرېدلو خلکو کې ډېره برخه د جلۍ د پلارګنۍ او خسرګنۍ وه.

مېرمن فیضان وايي، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د وژل شوې جلۍ واده له یو بل سړي سره شوی و، چې تېره ورځ یې له یو بل هلک سره له کوره تښتېدلې وه.

نوموړې وايي، د دغې پېښې د حل په موخه په ولسي کچه هڅې پیل شوې وې، چې له هواري مخکې ولسي وګړو پر ولسوالۍ یرغل وکړ او د ولسوالۍ ودانۍ د دروازې له ماتولو وروسته یې دواړه وژلي دي.

د نورستان د ښځو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په روان کال کې دې ولایت کې له ښځو سره د کورني تاوتریخوالي ۵۶ پېښې ثبت شوي دي او زیاتوي، چې دغه پېښه په خپل ډول کې لومړنۍ ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام