
په مستعار نوم عبدالله ۱۳ کلن تخاری ماشوم دی چې په نږدې وختونو کې په اجباري ډوله له ایرانه د هرات اسلامکلا ته راړول شویدی. هغه ۸ مخکې له خپلې مور او دوو وروڼو سره د کډوالۍ غیرقانوني لارې باندې روانېږي او او ځان له زرګونو ستونزو سره د ایران شیراز ښار ته رسوي.
عبدالله ایران ته له رسېدو وروسته، د قاچاقي د پور ورکولو په پار په یو بڼ کې کار پيلوي. هغه هر ورځ په ۵۰ زرو تومانو سخت او شاقه کار کولو ته مجبورېږي. دا مجبوریت لهدې هم سختېږي، د کار مسوول یې د ۵ میاشتو حقوق نه ورکوي او کله چې عبدالله د پيسو غوښتنه کوي؛ هغه یې پولیسو ته سپاري. ایراني پولیس یې هم د کورنۍ له خبراوي پرته د ایران له پولې د افغانستان د هرات ولایت اسلامکلا ته اړوي.
عبدالله د کډوالۍ پرمهال د خپلو سختیو، د قاچاقیي له لوري د بدچلند، سپکاوي او رټلو، وهلوډبولو او باجاخېستلو په اړه خپله کیسه غځوي او وايي چې د تګ پرمهال یې پور وکړ او د ایران پر لوري روان شول، په لاره کې یې د خپلو ستونزو د ګاللو ترڅنګ د ډېرو کډوالېدونکیو ماشومانو جسدونه ولیدل چې بېپوښتنې او بېڅوکه پراته وو.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړشوی او تدوین شویدی.
د دې میکانیزم موضوع له انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق قربانیانو ملاتړ دی او د هغو له عمده موخو یوه هم د قربانیانو د ساتنې په اړه دولتي او غیردولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) د شپږمې مادې په اوومې فقرې کې د قاچاقشویو ماشومانو په اړه داسې لولو:
۷. که د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق قرباني شوی شخص ماشوم و، [د معلوم شوي قرباني شخص اړوند اطلاعات] باید په ۲۴ ساعتونو کې اړوندو ادارو ته ورکړل شي، د دې فقرې مندرج ماشوم دې د شپږو میاشتو په موده کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شي. د هغه د کورنۍ د نه پيدا کېدلو پرمهال او یا د هغه د ساتنې ظرفیت د نهشتوالي په صورت کې به یو ټولنیز ملاتړي مرکز ته سپارل کېږي.
دا فقره د عبدالله له حال سره سمون خوري؛ عبدالله قانوني سن ته نهدي رسېدلی او باید په جدي ډول د دولتي بنسټونو له لوري وساتل شي چې بالاخره بېرته د خپلې کورنۍ غېږې ته ورستون شي.
.jpg)
البته عبدالله یوازینی ماشوم نهدی چې ماشومانه لوبې، ښوونه او روزنه یې پرېښې او د ایران د کډوالۍ خطرناکه لاره یې نیولې ده. نور ماشومان هم شته چې د روزګار د سختۍ او د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لهپاره په لوږه خېټه او لوڅو پښو، دښتې او بیابان نه تېر شي او ځان د پولې بلې غاړې ته ورسوي.
د نصیر په نوم ۱۱ کلن مستعار نومي هراتي هم فکر کولو چې ایران ته قاچاقي تګ د ده د ماشومانه لوبو په شان په زړهپورې کار دی. هغه هم د نورو همعمرو او ماشومانو په څېر د قاچاقیانو په تشو ژمنو او فریبونو دوکه شو او د ۲ میلیونو تومانو په ورکولو، د هیلو او امیدونو بار په اوږه کولو سره د ایران پر لوري روان شو.
نصیر د نیمروز او پاکستان پر پولې څو ځلې د انسانيقاچاقیانو او وسلهوالو غلو له لوري خرڅ شوی او اخېستل شوی چې بالاخره له ۱۵ ورځو وروسته ایران ته ورسېد. هغه چې له شاته پرېښې لارې ستړی او ستومانه شوی؛ د پولیسو په دام کې ګیر شویدی.
دا کوچنی ماشوم د ایراني پولیسو له هلو، زور ـ زیاتي، سپکاوي، رټلو، وهلکېدلو، بېډوډۍ او بېبیسترې ساتلو وروسته افغانستان ته ستون شویدی. د نصیر په وینا، پهداسې حال یې موټر ته پورته کړ چې یوه روپۍ یې هم نهلرله.
۱۵ کلن محمد د تخار دی او کیسه یې کټمټ د عبدالله او نصیر په شان ده.
دی وایي چې قاچاقیانو ورته د لارې په اوږدو کې کنځلې کولې او له ډېرو ستونزو وروسته ایران ته له رسېدو، بېرته افغانستان ته له پولې راواړول شول.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي میکانیزم (NRM) د نهمې مادې د لومړۍ او دویمې فقرې له مخې باید د انساني قاچاق قرباني او د هغه کورنۍ له یو بل نه او د قرباني د دوسیې څېړلو له پروسې خبر شي. د دغه میکانېزم په دویمې او درېیمې مادو کې لیکل شوي:
۲ـ قربانیانو ته د انساني او کډوالو قاچاق د دوسیو څېړلو بهیر په اړه مالومات ورکول.
۳ـ د انساني او کډوالو قاچاق قربانیانو ته د هغوی د کورنیو د امنیت او روغتیا په اړه ډاډ ورکول.
نصیر او محمد باید د دغو دوو فقرو له مخې د خپلو دوسیو د څېړلو په اړه مالومات ولري. دغه راز مسوولې ادارې باید تل په ایران کې د دغو دوو ماشومانو له کورنیو سره د دوی اړیکې وساتي.
د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو ریاست رییس جاوېد نادم وايي، ایران د روان کال له پیل نه تراوسه ۱۴۶ زره افغان کډوال د اسلامکلا له لارې افغانستان ته را اړولي دي. که څه هم نادم په ضمني توګه د ایراني پولیسو له لوري د کډوالو وهل ډبول مني، خو وايي، یادو کسانو دوی ته شکایت کړی نهدی.
نادم زیاتوي، هره ورځ د زرو او ۳ زرو ترمنځ کسان چې په سند لرونکي، را اېستونکي، ماشومان، یوازې ښځې، سپینږیري، معلولان او پر نشهيي توکیو روږدي کسان شامل دي، له اېرانه افغانستان ته راځي چې د پولیسو له ناسم چلن نه سرټکوي او ان د ځینو پر وجود د وهلو ټکولو نښې نښانې هم وي، خو هغوی دا هر څه پټوي او پهدې اړه یې موږ ته لیکلی شکایت کړی نهدی.
خو یوشمېر مدني فعالان پر افغانانو د ايراني پولیسو ناسم چلن یو معمولي کار بولي او وایي، که څه هم په ځلونو یې پهدې اړه اعتراض کړی، خو نه د افغانستان او نه هم د ایران حکومتونو ورته پام کړی نهدی.
د هرات یو مدني فعال جاوېد عمید وايي، که څه هم ایرانیان له افغان کډوالو سره تل توپیري چلن کوي او د وهلو ډبولو او شکنجې ترڅنګ ورته توهین کوي، خو حکومت، په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پهدې برخه کې هېڅ ګام اخیستی نهدی.
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د ايران له حکومت نه غواړي چې په ډلهيیزه توګه او یا هم د ماشومانو د کورنیو له خبرولو پرته په زوره د هغوی له را اېستلو ډډه وکړي.
فرهاد سره له دې چې له ایرانه د افغان کډوالو را اېستل د اندېښنې وړ بولي، خو له راستنېدونکیو افغان کډوالو غواړي چې بېرته خپلو اصلي سیمو ته لاړ او هلته مېشت شي.
بلهخوا په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمهییز دفتر ادعا کوي چې په هېواد کې یوشمېر مافیايي ډلې په منظم او پرلهپسې توګه د ماشومانو په قاچاق کې لاس لري.
د دغه دفتر مسوولان په ایران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او په یاد هېواد کې د افغانستان له استازو دفترونو او چارواکیو غواړي چې د یادو کډوالو ستونزې و ارزوي او د حل لهپاره یې له ایراني چارواکیو سره خبرې اترې وکړي.
خو په هرات کې د ایران قونسلګري مسوولان په خپل هېواد کې د ایراني ځواکونو له لوري د افغان کډوالو پروړاندې ناسم چلن ردوي او وايي، هغه کسان چې قانوني سندونه نهلري، په ایران کې د پاتې کېدو اجازه نهلري او باید خپل هېواد ته راوګرځي.





