 - Copy 1.jpg)
سلام وطندار داسې سندونه تر لاسه کړي دي، چې پر بنسټ یې د پوهنې وزارت تفتیش ریاست د روان کال د تلې میاشتې په ۲۸ نېټه د غزني د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال او د ازموینې کمېټې رییس نثار احمد ازاد زوی، د کمېټې منشي، د ښځو ریاست استازی محمد اسماعیل یوسفزی، د ولایت مقام نماینده، د ولایتي شورا غړی چې د ازموینې بهیر څارنه یې کوله او د پوهنې وزارت استازي جمیل الرحمن او فرهاد یې د ۳۰ ښوونځیو او د زراعت مسلکي لېسو له امرینو د ازموینو د اخیستلو په لسو مواردو کې د درغلیو او فساد له امله لویې څارنوالې ته ورپېژندلي دي.
په دغو سندونو کې د تقریري ازموینې نه اخیستل، د لېسو امرینو ته له ۵ تر ۱۵ د زیاتو نمرو ورکول، د ځینو نوماندانو له پاره د جعلي ځواب پاڼو جوړول، د نوماندانو کاري تجربو په پام کې نه نیول، د داوطلبانو نیمګړي تحصیلي اسناد او وزارت ته د دغو نوماندانو د دوسیو نه لېږل د پوهنې وزارت د تفتیش ریاست په مکتوب کې د درغليو او فساد په توګه یاد شوي دي.
د سندونو په یوه برخه کې د تفتیش کمېټې له قوله راغلي دي، چې د وړتیا او شفافیت د پلي کولو په موخه دې ټول دغه بستونه د دویم ځل له پاره اعلان شي.
د غزني د ولایتي شورا غړی خالق داد اکبري څارنوالۍ ته د غزني د پوهنې ریاست د ازموینو کمېټې د غړو معرفي کېدل تاییدوي او وایي، چې هغوی د دغو دوسیو د جدي او بې پرې څېړنو غوښتنه کوي.
خو د غزني د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال او د ازموینو کمېتې رییس نثار احمد ازاد زوی وایي، چې د ښوونځیو د امرینو۵۰ بستونه یې د ملکي خدمتونو د قانون پر بنسټ اعلان ته ورکړي او د قانوني پړاونو له بشپړولو وروسته د پوهنې وزارت د استازو په حضور کې ازموینې اخیستل شوي، چې ۳۰ وړ کسان د لیاقت په اساس بریالي شوي دي.
 - Copy 1.jpg)
ازاد وایي، د دغو کسانو له ګومارنې ۵ میاشتې تېرې شوي، اوس په مرکز کې ځینې کسان د غزني د پوهنې ریاست د نوم بدولو له پاره د پوهنې وزارت کورني تفتیشان یې د اصولو خلاف د دغه موضوع د څېړنې له پاره غزني ته وراستولي دي.
نثار احمد ازاد زوی وویل، راغلي تفتیش د ازموینې اخیستلو کمېټې له کم شمېرو غړو سره خبرې کړي او پایله یې له همغږۍ پرته د خپلو خوښو په اساس مرکز ته لېږلي دي.
د غزني د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وایي، په ناامنو سیمو کې له ۵ تر ۱۵ نمرو ورکول په دغه ولایت کې د پوهنې د متوازن ودې له پاره ګټور بولي او وایي، چې د بستونو بیا اعلان د پوهنې وزارت د تفیتش کمېټې له واکونو لرې ده.
ازاد وايي، د قانون مطابق په دې برخه کې هر ډول ځواب ورکولو ته چمتو دی.
په همدې حال کې په غزني کې د اداري اصلاحاتو کمېسیون سرپرست مسعود معصومي وایي، د ازموینې په کمېټه کې د ولایتي شورا غړو او د یو شمېر زورواکو د لاسوهنې له امله د دغه ریاست په ازموینو کې له ګډون سره پرېکون کړی او په یو لیک کې خپل اعتراض مرکز ته لېږلی دی.
له بل لوري د غزني ولایت ځیني اوسېدونکي د پوهنې وزارت د تفتیش ریاست له دې اقدامه ملاتړ کوي او وایي، چې د غزني د پوهنې اداره د فساد اصلي سرچینه ده او د دې ادارې پر کارونو باید له سره کتنه وشي.
مخکې له دې هم د غزني ولایتي شورا غړو په پوهنې ریاست کې د پراخ مالي فساده شکایت درلود.





