
د فاریاب ولایتي شورا غړي او د ځینو ولسوالیو ولسوالان وايي، لوړ امنیتي ګواښونه او د طالبانو د حاکمیت پراختیا لامل شوې چې د ۹ ولسوالیو زدهکوونکي ښوونځي پرېږدي.
د فاریاب ولایتي شورا مرستیال صبغتالله سېلاب سلاموطندار ته وايي، کوهستان، ګرزیوان، بلچراغ، غورماچ، المار، دولتاباد، شېرینتګاب، خواجهسبزپوش، پښتونکوټ هغه ولسوالۍ دي چې ټول ښوونځي یې تړل شوي، خو د ښوونکیو معاشونه یې هره میاشت ورکول کېږي.
نوموړی په یاد ولایت کې ښوونیز بهیر د اندېښنې وړ بولي.
په همدې حال کې د دولتاباد ولسوال میرویس داوودزی وايي، که څه هم د دې ولسوالۍ مرکز کې ښوونځي تړل شوي نهدي، خو لوړ امنیتي ګواښونه ښوونځي ته د تګ لامل شوي دي.
خو د غورماچ ولسوال سیددادوود وايي چې دې ولسوالۍ کې مسلکي ښوونکي نهشته او همدا لامل شوي چې زدهکوونکي له ښوونځیو زړهتوري شي.
بلخوا د فاریاب د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمدیاسین ارسلان وايي، د ناامنۍ له کبله یوازې د دې ولایت په غورماچ، قیصار، بلچراغ، شېرینتګاب او دولتاباد ولسوالیو کې ۹ ښوونځي تړلي او نور یې پرانستې دي.
د فاریاب ۱۰ ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او د یادو ولسوالیو تر مرکز پرته نورې ټولې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

دغه راز د بلچراغ او غورماچ ولسوالیو مرکزونه هم د طالبانو په ولکه کې دي.





