د پکتیا په دوو ولسوالیو کې طالبانو ۲۲ ښوونځي تړلي

د پکتيا ولایت په احمدابا او سيدکرم ولسواليو کې طالبانو ۲۲ ښوونځي تړلي چې په وینا یې  حکومت ورته ودانۍ او د انګړ دېوالونه، نه جوړوي.

د پکتيا ولايتي شورا غړی محمدالرحمان قادري او د سيمي ځېنې مشران وايي طالبانو د احمدابا په غړک او د سيدکرم په کوسين سيمو کې د هلکانو او نجونو ۲۲ ښوونځي تړلي دي.

طالبانو ویلي تر هغو به دا ښوونځي تړلي وي چې ودانۍ ورته جوړې شوې نه وي. 

د ولايتي شورا غړی محمد رحمان قادري وايي، پرون ورځ د دغې ستونزې په اړه ولایتي ادارې سره کېناستو خو هېڅ پاملرنه یې ونه کړه. زیاتوي وروسته له هغې چې قومي مشران سیمې ته وروګرځېدل طالبانو ښوونځي وتړل.

د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی ګل‌‌اغا وايي، په دې اړه د پوهنې ریاست سره یې ناستې کړي دي او د دې ادارې د ژر اقدام غوښتنه یې کړې ده.

بل‌خوا د پوهنې رياست مسوولان په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي دا ستونزه په رسمي ډول له ولایت مقام سره نه ده شريکه شوې او د دغه شمېر ښوونځيو تړل کېدل هم نه مني.  

ښاغلی حسرت زیاتوي، بې ودانیو ښوونځيو ته به د لومړيتوب له مخې ودانۍ جوړې شي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان د ښوونځیو انګړ دېوالونو او ودانیو نه‌‌شتوالي په پلمه ښوونځي تړي خو معلومه نه ده چې ښوونځیو ته د ودانیو په جوړلو کې دوی څه ډول موخې لري. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام