سمنګان کې د ډبرو سکرو د کان چاودنه؛ تر اوسه د ۶ کارګرانو جسدونه موندل شوي

د سمنګان د والي مرستیال صفت‌الله سمنګانی وايي چې د ژغورنې ډلې له پرون راهیسې د ۶ کارګرانو جسدونه د دره‌صوف بالا د ډبرو سکرو په کان کې موندل شوي دي. د نوموړي په وینا، دوه نور کارګران چې له یاد کان د باندې یې کار کاوه، هم مړه شوي دي.

سمنګانی وايي، په یاد کان کې ۲۰ کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د ۱۲ هغو جسدونه لا هم د کان په منځ کې پاتې دي.

د سمنګان د والي مرستیال زیاتوي، د ژغورنې ډله هڅه کوي چې لومړی په کان کې خپور شوی ګاز تخلیه او بیا د کارګرانو جسدونه را وباسي.

د دره‌صوف بالا ولسوال سلطان سلطاني وايي، هغه کارګران چې په دغه کان کې کار کوي، د دایکندي، بلخ  او بغلان اوسېدونکي دي.

د یادونې ده چې د ډبرو سکرو یو کان پرون ماسپښین د دره‌صوف بالا ولسوالي په «شباشک» سیمه کې وچاودېد چې له کبله یې په یاده سیمه کې دوه نور کانونه هم راوښویېدل.

د محلي مسوولانو په وینا، د یادې پېښې پر مهال ۲۰ کارګرانو په دغه کان کې کار کاوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام