«مېړه مې له ملګرو سره څملاستلو ته مجبورولم»

«څلور میاشتې مې د مېړه ملګرو پر ما جنسي تېری وکړ. زړه مې لوی کړل او د موضوع په اړه مې مېړه ته وویل، خو په مرګ یې وګواښلم او ویې ویل هرومرو یې د ارباب غوښتنې ومنم؛ هغه مجبورولم چې له ملګرو سره یې څملم.»

حمیرا شل کلنه ده او دوه میاشتې مخکې له دشت‌کلا ولسوالۍ ینګي‌کلا ته خپلې کورنۍ ته ورغلې ده.  کیسه کا چې په وار وار د ارباب روف کسانو له‌ لوري چې د تخار ولایت د محلي پولیسو یو قوماندان دی جنسي تېری پرې شوی دی. وايي:«هر ځلې یې له تېري مخکې راته د بې‌هوشۍ درمل راکول او یو ځل یې مجبوره کړم نشه‌يي توکي یې راباندې وڅښل.»

حمیرا وايي، شپږ میاشتې کېږي له اسلام‌الدین سره یې واد کړی دی او مېړه یې د ارباب روف ساتونکی دی. دا مېرمنه اوسمهال له خپل پلار او مور سره د عدالت غوښتنې په موخه د والي د دفتر مخې ته راغلې. وايي، د ارباب روف د کسانو له وېرې کور ته نه شي ورستنېدلی.

د حمیرا پلار محمدالله وايي، د ینګي‌کلا ځايي ادارې یې شکایت نه دی اورېدلی او بلاخره د دې ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو قوماندان ملک تاتار په مرسته تالقانو ته راغلي دي ترڅو دلته د ځان له‌پاره عدالت غوښتنه وکړي.

نامسوولو وسله‌‌والو په تخار کې پر یوې ښځې جنسي تېری کړی

خو ارباب روف د ده د ساتونکیو له لوري پر حمیرا باندې د جنسي تېري تور د ځان له‌پاره یوه دسیسه ګڼي او وایي، دا ښځه د مېړه له کوره تښتېدلې ده او هغه خپله دا موضوع د دشت‌کلا ځايي ادارې ته رسولې ده.

د دغه محلي قوماندان په وینا، د دې قضیې تر شا د ملک تاتار لاس دی چې دی بدنومه کړي. خو ملک تاتار سلام وطندار ته په‌دې قضیه کې لاس لرل ردوي او وايي، دا د حمیرا او د هغې د کورنۍ شکایت دی او دی چا ته توطیې نه جوړوي.

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، په دې اړه څېړنې پیل شوي او ځايي حکومت به د حمیرا قضیه وڅېړي.

په تېره یوه اوونۍ کې په تخار ولایت کې دا دویمه مېرمنه ده ادعا کوي چې جنسي تېري پرې شوي دي. ۲۷ کلنې فریدې هم څلور ورځې مخکې ادعا کړې وه چې د ملک تاتار کسانو پرې جنسي تېری کړی دی؛ ملک تاتار بیا دا ادعا رد کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام