د رسنیو اعتراض‌لیک؛ افغانستان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې شاتګ کړی

د یوشمېر ازادو رسنیو مسوولانو نن د یوه لیک په خپرولو سره په هېواد کې معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. په دغه لیک کې راغلي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې شاتګ کړی دی.

د دغه لیک پر بنسټ، سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی، رسنۍ یې د ازادۍ په برخه کې په سیمه کې نوم لري، خو د دولتي ادارو له لوري د معلوماتو نه ورکول لامل شوي چې دا لاسته‌راوړنه له ګواښ سره مخ شي.

د دغه لیک ملاتړې رسنۍ په ټول دولت کې معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه جدي بولي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ، ستره محکمه، لویه څارنوالي، مرکزي بانک، د ملي تدارکاتو اداره، د ملي امنیت عمومي ریاست او د بهرنیو چارو، مالیې، ملي دفاع، کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونه، هغه ادارې یادوي چې رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

د دېرشو رسنیو مسوولانو دغه لیک لاسلیک کړی چې په ډله کې یې د هېواد وتلې رسنۍ هم تر سترګو کېږي.

د لیک لاسلیکوونکي له دولت، د رسنیو له ملاتړو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ځوانې ولسواکۍ د ساتلو لپاره باید د معلوماتو د ورکړې مخه ونه نیول شي.

په دغه لیک کې لیکل شوي چې افغان دولت «معلوماتو ته د لاسرسي» له قانون او د ازادو رسنیو د ملاتړ په برخه کې دوه‌ګونی چلند کوي.

«د رسنیو ازادۍ د ملاتړ نړیوال اېتلاف» د غونډې د تصویر سانسورول د سانسور تر ټولو ستره بېلګه یاده شوې ده. د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر دغه تصویر خپور کړی و چې د ولسمشر د لومړي مرستیال او محمداشرف غني د سیاسي مخالف عبدالرشید دوستم تصویر ترې پاک شوی و.

که څه هم هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو زموږ اړیکه یې ځواب نه کړه.

اړوند مطالب:

په افغانستان کې اوس هم رسنۍ له ناوړه حالت سره مخ دي

مالي ستونزې به د نیمروز رسنۍ وتړي

غور کې رسنۍ د چاپ‌خانو له نشتوالي سره مخ دي

نی: ځېنې رسنۍ مذهبي مسایلو ته لمن وهي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام