
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په خپله درېیمه کاليزه کې د يوې خبري غونډې پر مهال د ښځینه خبریالانو نوې شمېرې خپرې کړې.
ياد مرکز په روان کال کې د هېواد له ۳۲۹ بېلابېلو رسنيو له مسوولانو سره خبرې کړې چې له ډلې يې ۷۴ ټلویزیونونو، ۱۶۳ راډیوګانو، ۷ خبري اژانسونو، ۸۵ چاپي رسنیو، د ۱۷ ورځپاڼو او پاتې نور یې میاشتنیو، فصلنامو، مجلو، وېبپاڼو او درېيو د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ «نی» دفتر او د افغان ښځینه خبریالانو ټولنه شامله ده.
په دې راپور کې راغلي چې د هېواد په رسنیو کې ۷۵۷۷ کارکوونکي په کار بوخت دي چې له دې ډلې ۱۷۴۱ یې ښځې دي او په دې کې۱۱۴۰ ښځينه خبريالانو د خبريالۍ حرفهيي زدهکړې لري.
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مسووله فریده نېکزاد وايي، د ياد مرکز له لوري خپرې شمېرې په ۱۳۹۸کال کې د پام وړ ډېرې شوې دي.
د نېکزاد په وينا، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د ۱۳۹۷ کال د حوت په ۱۷مه نېټه په لومړي ځل افغانستان کې د ښځينه خبريالانو شمېرې خپرې کړې چې له ۳۲۳ رسنیو سره د خبرو اترو پایله یا نتیجه وه.
په یاد راپور کې ۱۶۹۶ ښځې په رسنیو کې په کار بوختې وې چې ۷۶۴ یې مسلکي وې. د ياد مرکز د تازه موندنو پر بنسټ په هېواد کې د ښځینه مسلکي خبریالانو شمېر له ۷۶۴ نه ۱۱۴۰ ته لوړ شوی دی.
د ياد مرکز د ۱۳۹۸ کال څېړنې ښيي چې په سوېلي او سوېل ختیځو سیمو کې جګړې او ناامنۍ راکمې شوي؛ خو د هغې پر خلاف په شمالي سیمو لکه بغلان، کندوز، بدخشان، فاریاب او تخار کې بیا ناامنۍ زیاتې شوي چې په مخامخ ډول یې په رسنیو او د هغوی په اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.
د دې برخې موندنې ښيي چې په ۵ ولایتونو، لوګر، پکتیکا، نورستان، نیمروز او روزګان کې د ناامنیو او ټولنیزو ستونزو له کبله هېڅ ښځینه خبریالانې فعالیت نه کوي.





