
د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب سلاموطندار ته وویل، تېره ورځ ناوخته وسلهوال طالبان د کندهار ـ روزګان لویې لارې سرخبیت په سیمه کې راوتلي و او د مسافرو موټر یې تلاشي کول.
د ده په قول له تلاشي کړیو موټرو یې ۳۰ تنه مسافر له ځان سره ناڅرګند لوري ته وړي او تراوسه يې برخلیک نه دی معلوم.
نایاب وايي، د معلوماتو لهمخي تراوسه په دې وړل شویو کسانو کي هېڅ دولتي کس نه شته او ټول ولسي خلک دي.
خو د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی بیا وايي، د طالبانو لهخوا په وړل شویو کسانو کې یوشمېر پولیس هم شامل دي.
دوی وايي، د یرغمل شویو کسانو د راخوشې کولو لهپاره یې هڅې روانې کړي دي.





