
زهرا د غور ولایت اوسېدونکې وه او دغه مېرمن د خپلې خسرګنې له خوا د امینداورۍ پر مهال وسوځل شوه، چې د دې پېښې عاملینو د محاکمه کولو له پاره د عدالت غوښتنې خیمه ودرول شوه.
دا له هغو محدودو دوسیو یوه ده، چې د عدالت غوښتنې په مرسته پایلې ته رسیږي او حکومت د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکوي.
حکومت نن (چهار شنبه) اعلان وکړ هغه کسان ونیول شول، چې زهرا یې سوځولې وه، په دې سره د زهرا کورنۍ د هغې مړی د کابل په بي بي مهرو غونډۍ کې خاورو ته وسپاره.
مدني فعاله ویدا ساغري وايي، کابل ته د پېښې عاملینو لېږدول، له غوره د پلازمینې محاکمو ته د دوسیو انتقال او د تورنو علني محاکمه کول د دوی هغه درې غوښتنې وې، چې حکومت ورته مثبت ځواب ورکړی.

مېرمن ساغر وايي، د عدالت غوښتنې په ۲۴ ورځو کې په ټول هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۳ پېښې را منځته شوي، چې ۴ هغه یې په غور ولایت کې شوي دي.
د دې مدني فعالې په خبره، مخکې به یوازې نارینه وو د کورني تاوتریخوالي پېښې پټولې خو اوس د کندهار، غور او بامیانو ولایتونو رسنۍ هم دغه پېښې پټوي.
په ورته وخت کې د زهرا پلار محمد اعظم هغه اوازې ردوي، چې خپلې دوه وړې لوڼې یې کوژده کړي.
۱۴کلنه زهرا د سختې سوځېدنې له امله د کابل په استقلال روغتون کې ساه ورکړه او کورنۍ یې جسد د ښار په یو روغتون کې د عدالت غوښتنې له پاره په سړې خونه کې ساتلی و.





