
د پروان ولایت د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم او د دغه ریاست د مالي او اداري مرستیال ترمنځ کړکېچ له هغه وروسته زیات شو چې د پوهنې رییس پر خپل مرستیال فزیکي برید وکړ.
د پوهنې ریاست له پنځوسو ډېرو کارکوونکیو له دې پېښې وروسته د اعتراض په توګه د دغه ولایت ولایتي شورا ته ورغلل. معترضان د پروان د پوهنې رییس په مالي او اخلاقي فساد تورنوي.
د پروان د پوهنې ریاست کارکوونکي کامله او همایون احمدي وايي، د پوهنې رییس نه یوازې له خپلو کارکوونکیو سره سم چلن نه لري، بلکې په دغه ریاست کې مالي او اخلاقي فساد هم کوي.
دوی د پروان له ولایتي شورا او اوسېدونکیو غواړي چې نوموړی رخصت او د پوهنې رییس هم په ابرو کې یاد ولایت پرېږدي.
په همدې حال کې د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال نظامالدین رحیمي وايي، د پوهنې رییس نن سهار خپل دفتر ته غوښتی او د کنځلو کولو ترڅنګ یې پرې فزیکي برید هم کړی دی.

خو د پروان د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم چې د کارکوونکیو له اعتراض وروسته ولایتي شورا ته ورغوښتل شوی، د خپل مرستیال څرګندونې نه مني.
نوموړ زیاتوي، د یادې قضیې شا ته د نورو کسانو لاسونه دي او باید له هر یوه سره قانوني چلن وشي او په وینا یې که پوهېدای چې له داسې وضعیت سره به مخ کېږي، هېڅ پروان ولایت ته نه ورته.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د پروان په پوهنې ریاست کې د مالي او اخلاقي فساد پر موجودیت نیوکې شوي، خو تراوسه یادو نیوکو ته پام نهدی شوی.





