په ښځو کې د میاشتني عادت دردونه يا Dysmenorrhoea

هغه دردونه، چې د ګېډې په لاندنۍ برخه، د ورنونو په اوږدو او په ملا کې  له میاشتنۍ ناروغۍ څخه څو ساعتونه يا څو ورځې او یا هم  د میاشتنې عادت له شروع سره سم منځ ته راځې ډيزمینوريا (Dysmenorrhoea )په  نوم یادېږي، چې هر کال پنځوس فیصده میرمنې او ځوانې نجوني  له دې حالت سره مخ کېږي.

د طبي کتابونو او روغتیا پوهانو په خبره په ټولنیز ډول په میرمنو کې دا ناروغۍ په دوو بیلا بیلو ډولونو ویشله شوې، چې يوه  يې ابتدايې  ډيزمینوریا او بله يې د ثانوي ډيزمینوریا په نوم يادېږي.

۱ـ  ابتدايې ډول يې عام دردونه دي او نژدې له دوو تر درېیو ورځو پورې دوام کوي، دا دردونه  کومه  پتالوژيکه سرچينه نه لري، د ګېډې په لاندنۍ برخه او همدارنګه په نرۍ ملا کې احساسېږي، چې کېدای شي خفیف او یا شديد وي.

د میاشتني عادت ابتدايي ډول دردونه  له عادت ماهوار څخه يوه ورځ مخکې او یا کېدای شي ورسره یو ځای شروع شي، چې د عمر په تېرېدا سره کمېږي او کله چې لومړی ولادت صورت ونیسې په بشپړ ډول له منځه ځي .

۲ـ  ثانوي ډول  ډيزمینوریا نسبت ابتدايې ته ژر پيلېږي  شتون يې اوږد مهاله وي او  د میاشتنې عادت هغه دردونه دي کوم، چې  پتالوژيکه سرچينه لري؛ هغه وخت منځ ته راځي، چې  د میرمنو په ولادي غړو کې کوم پتالوژيک حالتونه  شتون ولري.  

دا دردونه څه ډول منځ ته راځي او میکانیزم يې په څه ډول دی ؟

د میاشتني عادت سره سم رحم په تقلصاتو باندې شروع کوي، د دې تقلصاتو مانا داده، چې باید له رحم څخه محتویات خارج ته و ایستل شې، د پروسټاګلنډين( Prostaglandin )  په نامه یو هارمون  په عین وخت کې افرازېږي، چې زیات افرازېدل يې د رحم د تقلصاتو د زیاتېدو لامل ګرځي؛ له بلې خو ا د دې هارمون زیات افراز د تقلصاتو له زیاتېدو او درد د منځ ته راتلو سره سره د التهاب چانس هم زیاتوي ( څومره چې د دې هارمون افراز زیاتېږي په هماغه اندازه د درد کچه هم لوړه وي).

بل خوا؛  څومره چې د رحم تقلصات زياتېږي په هغومره اندازه باندې د رحم په شاوخوا کې هغه شریانونه، چې رحم اروا کوي له زیات فشار سره مخ کېږي په پایله کې يې د اوعیو یا شریانونو بندښت را منځ ته کېږي، چې د رحم ځينې برخې د اوکسیجن او وينې له نه رسېدنې سره مخ  کوي، دا کمښت په خپله د درد لامل ګرځي.

 د دې ناروغۍ کلینيکي نښې نښانې :

درد: د ګېډي په لاندۍ برخه کې زیات وي او څړیکه لرونکې خاصیت لري، چې د ورنونو په اوږدو، د شا طرف او یا د اوږو په لور هم کېدای شې انتشار وکړي يا خپاره شي.

په درد برسېره کانګې، زړه بدوالی، بې اشتهايي، قبضیت، اسهال، سرچرخي، سر درد، تبه، ستړتیا  د دې ناروغۍ نښې نښانې دي. 

که څه هم ځينې طبي سرچينې کاږي، چې د دې ناروغۍ علت تر دا مهاله نه دی مالوم خوځينې کتابونه يې د رامنځ ته کېدو لپاره لاندي خطري فکتورونو ته اشاره کوي :

ـ  له دېرشو کالو کم عمر

ـ له دولسو کالو په کم عمر کې بلوغیت

ـ د خونریزي زیاتوالی

ـ غیر منظم میاشتنی عادت

ـ په میرمنو کې د ولادتونو نشتوالی

ـ د کورنۍ مثبته تاریخچه

ـ روحي فشارونه

ـ چاقوالی

ـ سګريټ څکول  او ځينې ناروغۍ

په میرمنو کې دا ناروغۍ د عمر په تېرېدو يا د لومړني اولاد  له را وړو وروسته کېدای شي، چې په بشپړ ډول سره ښه والی ومومي  البته که چېرته د دې ناروغۍ ثانوي ډول شتون ولري په کار ده، چې د علت او پتالوژي د پيدا کولو لپاره يې په خپل وخت او ژر تر ژره  په اړه له ډاکټر /ډاکټرې سره مشوره وشي او اصلي علت يې پيدا بیا تداوي شي.

ډير کله  ځوانې نجونې د دې ناروغۍ په ثانوي ډول باندې اخته وي او د پاخه عمر میرمنې له معمول سره سم له ثانوي ډول  سره لاس او ګريوان کېږي.

په ځينو میرمنو کې د میاشتنې عادت په وخت يا له میاشتنې عادت  څو ورځي وړاندې سپين ترشحات موجود وي، چې دا  یو نارمل حالت دی او د تشویش وړ موضوع نه ده، خو که چېرته دا ترشحات سپين رنګ ولري، نو بیا ضروري ده، چې په اړه يې له ډاکټر/ ډاکټرې سره مشوره وشي

ډیر ځله ځینې میرمنې، چې د میاشتني عادت په وخت کې سپين ترشحات ولري کېدای شي دا يې میاشتنۍ ناروغۍ وي، چې د هیموګلوبین د نشتوالي يا د وجود د کم خوني له امله کېدای شي وینې د خپل رنګ سره ځانګړتیا له لاسه ورکړې وي.

په دې حالت کې پکار ده، چې په وینه کې د هیموګلوبین کچه وکتل شي او وروسته يې د ډاکټر/ډاکټرې په مشوره د تداوي لپاره اړوند کوټلي ګامونه واخیستل شي.

میرمني څنګه کولای شي د میاشتني عادت د وخت له دردونو څخه مخنیوی وکړي ؟

ـ منظم فزیکې حرکتونه او خوراکي رژیم ته  باید پاملرنه وکړي.

ـ  هغه خواړه باید وخوړل شي، چې پخپل ترکیب کې ویټامین بې۶  او ویټامین بي ۱۲ ولري  او همدارنګه  خواړه له Omega 3 څخه غني وي.

ـ  د لامبلو لپاره باید له ګرمو او تړمو اوبو څخه استفاده وشي.

ـ د میاشتني عادت په وخت کې باید د ګېډې لاندې برخې ته مساژ ورکړل شي او ګرم وساتل شي.

ـ هغه خواړه باید ونه خوړل شي، چې کافین ولري

ـ له روحي فشارونو څخه باید ځان وساتل شي

ـ سګریټ باید ونه څکول شي

درملنه او تداوي يې :

په ښځو کې په میاشتني عادت کې د دردونو درملنه د درد ضد درملو په واسطه صورت نیسي، خو د دې لپاره چې د ابتدايي او ثانوي ډول  له منځ ته راتلو يې ځان خبر کړو ښه به دا وي، چې ډاکټر/ډاکټرې ته مراجعه وشي، ترڅو  پتالوژيک تغیرات او سرچينې يې رد او اړوند  د درد ضد  او نور درمل درته توصیه شې.

باید یادونه وکړو چې د دې ناروغۍ په وړاندې تمرین او منظم حرکات کولای شې ستاسو په وجود کې د درد مقاومت زیات کړي یانې هغه میرمنې چې منظم حرکات کوي بدن يې د درد په وړاندې نسبت هغو ته، چې منظم فزیکې فعالیت يا سپورت نه لري زیات دی. 

که چېرته د دې ناروغۍ سببي عامل د Endometriosis   او یا Fibroids  ناروغۍ وي  بیا ناروغ ته جراحي پروسیجر اجرا کېږي،چې د ډاکټر له لوري  د ځانګړو شرایطو او میتود په واسطه تر سره کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام