
په بدخشان کې محلي سرچینې وايي، طالب ډلې په تېرو پنځو ورځو کې څلور نجونې چې له ۱۲ تر ۱۳ کلونو پورې عمر لري، د دغه ولایت د نُسي ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې په زوره خپلو کسانو ته په نکاح کړې دي.
د بدخشان د نُسي درواز ولسوال محمدابراهیم قیومي وايي چې یادې پېښې په اوبغن او شوریان سیمو کې شوې دي. قیومي زیاتوي چې یادې سیمې د طالبانو په لاس کې دي او حکومت په کې واکمني نه لري.
د بدخشان د بشري حقونو د ولایتي دفتر رییس عارفه نوید هم یاد وضعیت د اندېښنې وړ بولي او په وینا یې، په زوره نکاح کول د شریعت او نافذه قوانیو خلاف کار دی. هغه له طالبانو غواړي چې اسلامي شریعت په پام کې ونیسي او د پېښو عاملانو ته سزا ورکړي.
په بدخشان کې یو دیني عالم محبالله شریفي وايي چې د نجلۍ او د هغې د کورنۍ له خوښې پرته نکاح باطله ده.
د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد وايي، یاد کار د اسلامي شریعت خلاف دی او د کورنیو په چارو کې باید لاسوهنه ونه شي. هغه زیاتوي، پېښې به له نږدې وڅېړي او عاملانو ته به یې هم سزا ورکړي.





