د عامې روغتيا وزير: له ۱۶ ميليونو ډېر افغانان به پر کورونا ويروس اخته شي

د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز خبرداری ورکوي که چېرې د يادې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې جدي ګام پورته نه شي، ښايي له ۱۶ ميليونو ډېر افغان پرې اخته شي.

فېروزالدین فېروز نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې کورونا ویروس ښايي په افغانستان کې ۱۱۰۰۰۰کسان مړه کړي.

نوموړي وویل، که ضروري احتیاطي تدابیر غوره نه‌شي، ښايي افغانستان په سلو کې ۸۰ افغانانو ته خپور شي.

د عامې روغتيا وزير وویل، هرات ولايت ته په اشارې وويل چې ياد وزارت به یې د اړوندو چارواکيو او ادارو په مرسته په هرات ښار کې په ګرځېدو بندیز ولګوي.

نوموړي وویل چې سر له سبا (چهارشنبې) به په هرات ښار کې ټولې ورځنۍ چارې په ټپه ودرول شي څو د دې ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې د ولسمشر غني سترسلاکار  او د کورونا ويروس د مبارزې د برخې د دولتي کمېټې رييس وحید عمر په دې خبري ناسته کې وويل، ټولې دولتي ادارې به له عامې روغتيا وزارت سره کار کوي.

په افغانستان کې تراوسه پورې د کورونا ۴۲ پېښې ثبت شوې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام