کندوزیان: که د دستاربندي مراسمو مخه ونه نیول شي، ناورین به جوړ شي

که څه هم تر اوسه په کندوز کې د کورونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو مدني بنسټونه او یوشمېر ځوانان هره ورځ په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي، څو د دغه وژونکي ویروس مخه ونیسي.

په کندوز کې د سلام‌وطندار خبریال وايي، سیار او رضاکاره ټیمونه هڅه کوي چې دغه ولایت ته له ایرانه راغلي کسان قرنطین کړي.

خو یوشمېر کندوزیان بیا په دغه ولایت کې د «دستاربندي» په نوم د خلکو را ټولېدو په اړه اندېښنه لري. دوی وايي، اوس چې کورونا ویروس د افغانانو په ګډون د نړۍ نورو وګړیو ته هم رسېدلی، د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې د دیني مدرسو مسوولان د «دستاربندي» مراسمو په نوم د خلکو راټولېدو ته لار هواروي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د کندوز د حج او اوقافو رییس عبدالرشاد رشاد وايي، له دیني عالمانو یې تل غوښتي چې په دې ورځو کې د مراسمو له جوړولو ډډه وکړي. د نوموړي په وینا، یوشمېر دیني عالمان او روحانیون سره له دې چې له وضعیته خبر دي، خو بیا هم د دوی پر لارښوونو او سپارښتنو عمل نه کوي.

هغه خبرداری ورکوي، که په دغه ولایت کې د خلکو راټولولو له کبله هر څه پېښ شول، مسوولیت به یې د همدوی پر غاړه وي. رشاد وايي، روحانیون د دغې ادارې او ډاکټرانو پر سپارښتنو عمل نه کوي او نه هم د دیني لارښوونو په اړه پوهېږي.

د کندوز د عامې روغتیا رییس احسان‌الله فضلي وايي، د خلکو د راټولېدو مخنیوي لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی او ژر به یې مخه ونیسي.

د کندوز روحانیونو په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د سلام‌وطندار د محلي خبریال د راپور له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې د کندوز په مرکز او امام‌ساحب، قلعه‌زال او خان‌اباد ولسوالیو کې د دستاربندي له لسو ډېر مراسم جوړ شوي چې لسګونو زرو کسانو په‌کې ګډون کړی و.

تر اوسه په هېواد کې ۲۷۳ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې ډېری یې په هرات ولایت کې دي. له دې ډلې ۶ کسان مړه شوي او لس نور بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام