.jpg)
د بامیان ولایت بشري حقونو د کمېسیون مسوولین وايي، سره له دې چې د یاد ولایت په مرکز کې د ۸ او ۱۴ کلنو نجونو د خرڅېدو څخه ۵ ورځې تېريږي، خو اوس هم د دوی دوسیه د پولیسو له لوري لويې څارنوالۍ ته نه ده سپارل شوې.
دغه دوې نجونې څو ورځې وړاندې د بامیان په فولادي سیمه کې د خپل پلار او کاکا له خوا په ۳۲۵ زرو افغانیو په بدل کې په دوو ځوانانو باندې خرڅې شوې.
.jpg)
د بامیان لویه څارنوالي وايي، چې پولیس د قانون له مخې حق لري، چې خپل ابتدايي څېړنې په ۷۲ ساعتونو کې پای ته ورسوي او په اخر کې دوسیه څارنوالۍ ته ولېږدوي؛ خو لا معلومه نه ده، چې ولې د پولیسو قوماندانۍ له لوري دغه دوسیه څارنوالۍ ته نه ده سپارل شوې.
د بامیان لويه څارنوالي وايي، ترڅو چې د خرڅو شویو نجونو دوسيې دوی ته و نه سپارل شي، نو د قانون له مخې دوی د دوسيې د ځنډ په هکله هیڅ مسوولیت نه لري.
په یاد ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییس روح الله فروغ سلام وطندار ته وویل، چې په بامیان ولایت کې د نجونو خرڅول خورا تاثیر کوونکی خبر، ځکه د هغه پر وینا تر اوسه داسې پېښه په دغه ولایت کې نه وه شوې.
نوموړی زیاتوي، مخکې له دې چې دغه نجونې خرڅې شي، نو د کورنۍ د غړو له خوا زیات وهل ټکول شوي هم و، چې د وهلو اثار يې په بدن کې هم معلومېدل.
له بل لوري د بامیان د والي ویاند عبدالرحمان احمدي وايي، چې په دغه قضیه کې به د ښکېلو غاړو سره جدي چلند وشي.
.jpg)
نوموړی وايي، چې په دغه قضیه کې هغه سړی هم ښکېل دی، چې د نجونو عقد يې جاري کړی حتا که دغه سړی د بامیان ولایت د علماو شورا رییس وي.
د راپورونو پر بنسټ اوسمهال هغه دوه هلکان، چې خرڅې شویو نجونو سره وادونه کړي و، په ضمانتي توګه له بنده خوشې شوي.
سره له دې، چې سلام وطندار څو وارې د بامیان ولایت له امنيې قوماندانۍ سره اړيکې ټينګې کړې، خو د دغه قوماندانۍ چارواکي په دې اړه نظر ورکولو ته حاضر نه شول.





