کاپیسا کې یوه نجلۍ د خپلې کورنۍ له لوري وژل شوې

د کاپیسا ولایت امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوه نجلۍ د خپلې کورنۍ له لوري وژل شوې او بیا خښه شوې ده.

یوه باوري امنیتي سرچینه د نوم نه یادولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادې نجلۍ د وژل کېدو لامل له هغې سره یې د کاکا د لور د ټیلیفون پیدا کېدل دي.

د سرچینې په وینا، د کاکا لور یې له دې پېښې دوه ورځې وړاندې له کوره تښتېدلې وه.

سرچینه زیاتوي، د یادې نجلۍ د کاکا لور چې له کوره تښتېدلې، اوس د ښځو د ملاتړ په مرکز کې ساتل کېږي.

امنیتي ادارو د دغې پېښې په تړاو خپلې څېړنې پیل کړې دي.

کاپیسا، د کابل په ګاونډ کې هغه ولایت دی چې د وروستي یوه کال پر مهال په‌کې د نجونو او ښځو د وژنې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام