خوستي‌ ځوانان د نشه‌یي توکیو پرضد مبارزه کوي

د خوست یعقوبيو او صبريو د نورو په پرتله څه ناڅه ناامنه ولسوالي ده؛ خو بیا هم له یو کال راهیسې د دې ولسوالۍ ځوانان د خپلې سیمې په لوبغالو کې سره راټولېږي او یا کليو کې جومات پر جومات ګرځي او د نشه‌يي توکیو پر ضد مبارزې پر مخ وړي.

 په‌دې ولسوالي کې چرس، اپین، پوډر، نشه‌يي ګولۍ او شیشه په اسانۍ پیدا کېږي.

د دې سیمه دوه اوسېدونکي محمد انور خان او سیدا امین سبا وايي، یاد نشه يي توکي ارزانه او اسانه پیدا کېږي او د مخنیوي برخه کې د ځايي ادارې د ارادې د نه‌ ښودلو په دلیل ځایي خلکو خپله د دې ستونزې لېرې کولو ته مټې رانغاړلې دي.

ورته مطالب:

بغلان کې زورواکانو د نشه‌یي توکو بازار تود کړی

بامیان کې پر نشه‌يي توکیو روږدې کورنۍ خپله لور پلورلې

غزني کې پر نشه‌ٍیي توکیو د روږدو کسانو ډېروالی

دوی د خپلې چارې ترڅنګ په ولایتي ادارې او ولسوالۍ غږ کوي چې د نشه‌يي توکیو مخنیوی وکړي؛ ګنې لاریونونه به پیل کړي.

د یعقوبیو او صبریو ولسوال محمداکبر ځدراڼ هم په ولسوالۍ کې د نشه‌یانو شمېر زیاتوالی مني؛ خو لامل یې بیا ناامني په ګوته کوي. دی وایي، دې ولسوالۍ ته باید د مرکزي حکومت پام ډېر شي.

خوست کې تر ټولو وژونکې نشه‌یي توکی «شیشه» بلل کېږي چې تر نورو نشو وروسته را پیدا شوې‌ده.

د خوست د نشه‌يي توکیو پر ضد مبارزې ریيس نجی‌الله همدرد د صبریو او یعقوبیو ځوانانو یاده مبارزه ستايي او وايي چې پر نشه روږدي ځوانان دې د درملنې په موخه وروپېژني.

څه موده مخکې د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالي کې یو ځوان په یو ځل د ۲۴ نشه‌يي ګولیو خوړلو له امله خپل ژوند بایللی و.

ځایي خلک وایي، خوست کې نه یوازې د صبریو او یعقوبیو ناامنه ولسوالۍ کې نشه‌يي توکي زیات شوي، بلکې د خوست په امن ولسوالیو کې هم په ښکاره ډول نشه‌يي توکي پلورل او کارول کېږي.

د چارواکیو په وینا، په تېرو ولسو کلونو کې د یعقوبیو او صبریو ولسوالي سخته ځپل شوې ده او دولت ورته ډېرې اسانتیاوې نه‌شي برابرولی چې له همدې امله نشه‌يي توکي، قاچاق، اختطاب او غلاوې په‌کې ډېرې شوې‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام