ارزو: هر څوک یې چې وبښي؛ زه یې نه بښم!

"د کابل دشت برچي سیمې خلک ټول در په دره او کډه شوې وو؛ یوازې زموږ کورنۍ او له موږ نه دوه کوڅې وړاندې دوه درې کورنه لا په خپل ځای پاتې وو.

د برچي په سیمه کې به مدام راکیټونه لېږدل بیا وروسته را ته روښانه شوه، چې دا خو د حزب اسلامي له خوا را توغول کېږي. هغه ورځ مې هېڅکله نه هېرېږي، چې په کور مو راکېټ را پرېوت او د کورنۍ درې غړي مې معیوب شول او یو ورو مې په کې ووژل شو."

۲۲کلنه ارزو به د کیسې کولو په وخت ژړغونې شوه او وبه یې ویل، له هغې ورځې چې د ګلبدین حکمتیار د راتګ او له هغه سره د سولې خبرې اوري د شپې له خوا ډاروونکي خوبونه ویني او د ورځې خپل معیوب پلار، خور او ورور وینې. دې کار له ژونده ناهیلې کړې.

نوموړې به د مرکې پر وخت څو ځلې د حجرې پر سر پاس خونې ته اشاره کوله، چېرته چې د کورنۍ فلج شوي غړي یې اوسېدل.

ارزو له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، "که ټوله نړۍ د حکمتیار د راکټ باران هېر کړي، خو دا او کورنۍ یې نه شي هېرولی."

نوموړي وویل، کله یې چې پلار معیوب شو ۴۰ ورځې وروسته له دندې لرې کړی شو.

پر وینا یې، ادارې پلار ته ویلي و، چې "ته معیوب شوی یې، نور زموږ په درد نه خورې".

ارزو وايي، دغې ناهیلې کوونکې جملې پرې خورا اغیز کړی. او دغه وینا یې تل زوروي.

نوموړې بیا وېره لري، چې خدای مه که، د ګلبدین په راتګ بیا ځلې تورې شېبې تکرار نه شي.

ارزو وايي، له هرڅه یې زړه تور دی او زیاتوي، حکومت هم د دوی سره د شوي ظلم په اړه عدالت ونه کړ. نوموړې وايي، که دعدالت غوښتنې غږ پورته کړي، ګټه نه کوي او هېڅکله به یې غږ وانه ورېدل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام