کابل ښار کې د کاغذي پېژندپاڼو وېشلو مرکزونه ډېرېږي

د نفوسو د احوالو ثبت مرکزي ادارې ویاند روحالله احمدزي نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د هېواد په کچه د لس میلیونو پېژندپاڼو وېش له‌پاره پوره چمتووالی لري او دا لړۍ په زغرده په مخ ځي.

ښاغلی احمدزی زیاتوي، کوچیانو ته د پېژندپاڼو ورکولو له‌پاره هم ګرځنده ډلې کار کوي او تر دا مهاله د هېواد په کچه شاوخوا یو میلیون پېژندپاڼې وېشل شوې‌دي.

د نوموړي په وینا، له امنیتي ادارو یې د پېژندپاڼو د وېشلو مرکزونو د امنیت ټینګولو جدي غوښتنه کړې او امنیتي ارګانونو د کابل ځېنو امنیتي حوزو کې د پېژندپاڼو وېشلو له‌پاره ځایونه برابر کړي چې شونې ده، د سه‌‌شنبې په ورځ کابل کې ۱۸ مرکزونه پرانېستل شي. د ده په خبره، د دې بهیر پیل له دشت‌برچي نه کوي چې ۳مرکزه به ۳مه، ۷مه، ۱۳مه او ۱۶مه حوزه کې پرانېزي.

د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې ویاند زیاته کړه، د پېژندپاڼې ترلاسه کولو له‌پاره باید د ګذر وکیل یا د کلي ملک او یو دولتي مامور د پېژندپاڼې غوښتونکي تصدیق وکړي او د پېژندپاڼو وېشلو پروسې په اړه شکایت کوونکي کولی شي خپل شکایتونه ولسوالۍ، ولایت او لویو ښارونو کې د دوی اړوند ادارو کې ثبت کړي.

همداراز ښاغلي احمدزي هغه ګنګوسې هم رد کړې چې په یو شخص ته څو پېژندپاڼې ورکړل شوې‌دي.

د نفوسو د احوالو ثبتولو ادارې ویاند روحالله احمدزی زیاتوي، د برښنایي پېژندپاڼو وېش له‌پاره هم پوره چمتووالی نیول شوی او دغه بهیر به له ۳ تر ۵ کلونو پورې دوام وکړي.

هغه وايي، راتلونکې اونۍ به کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېشلو یو مرکز او ۲۰ورځې وروسته هم دویم مرکز پرانیستل شي چې راتلونکیو ۶میاشتو کې به دغه شمېر ۵ مرکزونو ته لوړ شي او ورپسې به دا بهیر ولایتونو او ولسوالیو ته وغځول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام