د پوهنې او اوقافو وزارتونه له بې سوادۍ سره مبارزه کوي

په کابل کې د پوهنې او حج او اقافو وزارت نن سه شنبې د (می پر ۳مه) په خپل منځ کې یو پوهاوی لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په هېواد کې په ګډه له بې سوادۍ سره مبارزه کېږي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلي د دې سند د لاسلیکولو پر مهال وویل، دوی په پام کې لري، چې د هېواد په کچه په ټولو جوماتونو او تکیه خانو کې د ملا امامانو او خطیبانو په واسطه ډېر عمره کسانو او کوچنیانو ته د ښوونځي له پیله مخکې، د لیک او لوست ځېنې مواد تدریس کړي.

د پوهنې د وزیر پر وینا، ملا امامانو او خطیبانو ته به د تدریس په بدل کې د دې وزارت له خوا یو اندازه حق الزحمه هم ورکول کېږي. په خبره یې دا لړۍ به د هېواد په ښار او اطراف کې روانه وي او توانېدلي، چې همدې کسانو ته په پښتو، دري او ازبکي ژبو کتابونه چاپ کړي.

دغه راز د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وویل، چې د هېواد په څه باندې ۱۵۰ زرو جوماتونو کې چې وزارت سره ثبت دي، خو ځېنې ناثبت جوماتونه هم شته، چې هڅه به وکړي چې د پوهنې وزارت سره یو ځای د ټولو له لارې به د زده کړو کار پیل شي.

د ده پر وینا، دا کار به ډېر ژر، په تېزۍ سره پيل شي او کوښښ به وشي، چې د همدې ملا امامانو او خطیبانو په واسطه دا بهیر په ټولو کلیو او بانډو کې جاري کړي.

د سواد زده کړې د اړوندو چارواکیو پر وینا، اوسمهال په ټول هېواد کې ۳۸ سلنه وګړي باسواده دي او په روان کال کې د سواد د زده کړې په پار شاوخوا ۱۶ زره کوروسونه فعالیت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام