خوست کې زیاتې پروژې پلي‌کېږي؛ خو کیفیت ته پام نه‌کېږي

خوست مېشتي او مدني فعالان وایي، په خوست کې د بیارغونې شوي کارونه په ښه معیار سره نه‌‌کیږي او د بیارغونې کوم کارونه چې شوي‌ هم دي؛ په کمه موده کې خپل کیفیت له لاسه ور کوي.

یو خوستي نورمحمد خان او بل مدني فعال ګل‌وزیر سلام‌ وطندار سره په خبرو کې وویل چې اړوندې ادارې باید د کارونو پر مهال له کمیت نه د کیفیت برخې ته ډېر پام وکړي.

دوی له مرکزي حکومته غواړي، چې د پروژو په تطبیق کې د څار کمېټه پیاوړي کړي، تر څو د تر سره شویو کارونو د نیمګړتیاؤو مخنیوی شوی وي.

نورمحمد او ګل‌وزیر زیاته کړه چې ځېنې وکیلان او او مدني فعالان هغه مهال په پروژو کې د فساد خبره راپورته کوي چې دوی ته په پروژو کې برخه ور نه‌کړل شي.

دوی د هوايي میدان، د مټه چینې پُل، د فارم‌باغ وداني او نورې هغه پروژې یادې کړې چې له رغولو وروسته ډېر ژر له ورانېدلو سره مخ دي. دوی په ودانیزو پروژو کې د دویمې درجې او بې‌کیفیته موادو کارول د دې چارې بل علت ګڼي.

د خوست د ولایتي شورا رییس کفیل ریحان، ولایتي اداره د کارونو په تر سره کولو او د پروژو په تطبیق کې په بې‌کفایتۍ او فساد تورنوي.

دی وايي چې د خوست والي د ولایتي شورا غړي ځکه د پروژو د پلي‌کولو پرمهال بې‌خبره پرېږدي چې څوک یې په فساد خبر نه‌شي. دی زیاتوي، دوی به هېچاته اجازه ورنه‌کړي چې د خوستوالو ګټې په ناهیلۍ تمامې کړي.

ښاغلی ریحان دا تور هم پورې کوي چې ولایتي اداره د خپلو ګټو له‌پاره په پروژو کې هر ډول ونډ وهلو ته لاره جوړوي.

خوست کې د السکا شرکت مسوول حمیدالله وايي چې د پروژو د بې‌کیفتۍ لامل دویم او درېیم لاس دی چې له یو شرکته بل شرکت ته ورکول کېږي.

دی وايي، د دې ستونزې د مخنیوي په اړه یې له نورو شرکتونو سره هم خبرې شریکې کړي او زیاتوي چې دوی زیاتره پروژې د خوست ولایتي ادارې څخه نه، بلکې له کابله رانیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام