
د دې ولایت د امام صاحب ولسوال محبوبالله سیدي سلاموطندار ته وویل په دې ولسوالۍ کې پرلپسې اورښتونو او سېلابونو د ولسوالۍ د ځېنو کلیو اوسېدونکیو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د ښاغلي سیدي په وینا، تراوسه په دې ولسوالۍ کې څه باندې زر د استوګنې کورونه او شاوخوا ۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له کبله ویجاړه شوې دي.
د امام صاحب ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې په دغو سیلابونو کې يې د ژوند ټول امکانات له لاسه ورکړي دي.
د دې ولسوالۍ دوو اوسېدونکیو شېراحمد او ګل بني له حکومته وغوښتل چې د سېلابونو له امله اوښتي مالي زیانونه ورسره وګالي.
ورته وخت کې د کندوز ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي چې د سېلابونو له امله د امام صاحب ولسوالۍ د ۲۰ کلیو اوسېدونکیو ته مالي زیانونه اوښتي او حکومت باید ژرترژره دې ستونزې ته رسېدنه وکړي او د راتلونکیو پېښو مخنیوي په برخه کې تدبیرونه ونیسي.
کندوز کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس میراقا اعتبار وايي د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو شمېر په امام صاحب ولسوالۍ کې ډېر دی. د اعتبار په وینا، د څېړنې ټیمونه د زیانمنو پېژندلو لهپاره دې ولسوالۍ ته تللي چې له هغوی سره مرسته وکړي.
سختو اورښتونو او سېلابونو د کندوز ولایت په نورو ولسوالیو کې هم مالي زیانونه اړولي خو تراوسه يې په اړه کره شمېرې نه دي ورکړل شوي.





