لاریونوالو د بغلان ـ کندوز لویه لاره وتړله

په ولسي جرګه کې د تخار استازی قدرت‌الله ذکي

نن سهار د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکیو په ولسي جرګه کې د تخار استازي قدرت‌الله ذکي د ساتونکیو له لوري د ښاغلي ذکي او طالبانو ترمنځ په نښته کې د ملکیانو د تلفاتو په غبرګون اعتراض کړی او د چهارشنبې تپې په سیمه کې یې د بغلان ـ کندوز لویه لاره تړلې‌ ده.

دوی وایي چې د ښاغلي ذکي ساتونکیو له طالبانو سره د جګړې پرمهال پر ملکیانو ډزې کړي چې په پایله کې یې یو ملکي وژل شوی او ۲تنه نور ټپیان شوي‌.

په همدې اړه یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط د لاریونوالو ادعا تاییدوي.

خو قدرت‌الله ذکي له سلام وطندار سره په خبرو کې د دې ادعا په ردولو سره وايي، په هغه ځای چې دوی د طالبانو تر برید لاندې راغلل؛ یو ملکي کس هم نه و او ټول وژل شوي او ټپيان شوي کسان طالبانو پورې اړه لري.

پرون وروسته له غرمې د قدرت‌الله ذکي موټرې د کندوز پر لاره د مرکزي بغلان ولسوالۍ د چهارشنبې تپې په سیمه کې د طالبانو تر برید لاندې راغلې چې وروسته بیا طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره دا پېښه تایید هم کړه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام