
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، تېره یوه شپه او ورځ کې د هرات ښار په ګډون ۱- ولسوالیو کې سخت بارانونه او سېلاوونه راوتلي دي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اوړلي دي.
هغه وویل، سېلاوونو ۲ تنه په ادرسکن، ۲ زاول او یو بل هم اوبې ولسوالۍ کې وژلي او بېلابېلو ولسوالیو کې یې د ماشومانو په ګډون ۱۰نور ټپیان کړي.
د ښاغلي جیلاني په وینا، اوبې ولسوالۍ کې یو فلانکوچ ډوله موټر ـ چې ۱۸ کسان پهکې سپاره وو ـ تر اوبو لاندې شوی چې له دې شمېر کسانو څخه یو ژغورل شوی او ۱۷ نور نادرکه دي.
د دې ترڅنګ سېلاوونو کې سلګونه د استوګنو کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه، کاریزونه، پلونه او سړکونه هم وران شويدي.
د هرات والي ویاند وايي، له ځپل شویو کورونیو سره د امنیتي ځواکونو او مرستندویو مرستې پیل شوېدي.
هاخوا په نورستان ولایت کې هم سېلاوونو په لسګونو کورونه وران کړيدي.
ورته مطالب:





