
د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په اړه د پروان د مرکز مېشتو خلکو له پرله پسې شکایتونو وروسته، بالاخره افغان حکومت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لارې په ۱۳۹۵ کال کې له سالنګ ولسوالۍ مرکز ته د اوبو رسولو ۶۲۶ میلیون افغانیو قرارداد د نويد نوري په نوم له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ ترڅو د ۱۸ میاشتو په لړ کې اوبه چاریکارو ته ورسوي.
خو د کار له پیل سره سم په جبل سراج کې د هغو ساحو خلکو په باج اخستو پيل وکړ چې له سیمو یې دغه پروژه تېرېږي او په دې سره یې د پروژې پر وړاندې خنډونه جوړ کړل.
په پای کې حکومت د معترضینو غوښتنه ومنله او په جبل سراج کې یې اتو کلیو ته هم د اوبو رسولو ځانګړې پروژه منظوره کړه.
چارواکي وايي د کار پر وړاندې یې یوه ستونزه هم د سالنګونو د څارنې او ستانې ادارې ممانعت و.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، دوی د عمومي سړک او هغو پلونو د ویجاړېدو اندېښنه لري چې د اوبو پیپونه یې پر سر تېرېږي.
خو هغه مهال وټاکل شوه چې ۱۳ لوی پلونه د جلا پروژې په توګه سروې شي او د ۶۰ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه جلا قرارداد له مخې ورکړل شي، له همدې امله چاریکارو ته د اوبو رسولو پروژې کار یو کال وځنډېد.
د قراردادي شرکت فني مسوول حنیف جرئت له سلام وطندار سره خبرو کې ویلي چې د دغې پروژې ټول لګښت ۶۰۲ میلیون افغانی دی خو د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د پروژې ټولیز لګښت ۶۲۶ میلیونه افغان دی.
جرئت د وزارتونو ترمنځ د همغږۍ نه موجوديت، نیمګړې سروې ګانې او ډیزاینونه د دغه پروژې د بشپړېدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه بولي.
سره له دې چې له سالنګ نه د پروان مرکز ته د اوبو لېږد کار پای لپاره قانوني ۱۸ میاشتې وخت وو، خو دا چې قراردادي کمپنۍ په افغانستان کې د پایپ جوړولو فابریکه تاسیس کړه څو د پایپ واردولو برخه کې ستونزې کمې کړي، نو د ولسمشر د حکم پر بنسټ یې د کار موده یو کال نوره هم و غځېده.
یعنې کمپنۍ له ۱۸ میاشتني اصلي وخت سره سره دوه دورې تمدیدي هم تر لاسه کړې چې وروستۍ نېټه یې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې ۲۵مه وه چې باید د چاریکارو ښار اوسېدونکو ته یې اوبو وېشلې وای.
خو د نوید نوري سالم بګرام وال شرکت فني مسوول وايي، د وروستي ځل لپاره د حکومت له لوري د درې میاشتني تمدید غوښتنه یې کړې ده.
د پروان مرکز ته د سالنګ له ولسوالۍ د اوبو لېږد کار کې د خنډ یو لامل چې هوکړه شوی شرکت یې بیانوي، د پروان د ټولګټو ریاست مخالفت دی چې د سړک غاړې د پایپ خښولو سره یې لري.
خو د پروان د ټولګټو ریاست چارواکي د هوکړه شوي شرکت د چارواکو د ادعا په رد سره وايي چې د دوی له لوري د پایپ لاین کار په جریان کې هېڅ ډول ممانعت نه دی شوی.
ورته مهال، د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ریاست چارواکي وايي، د پروان مرکز ته له سالنګ نه د اوبو لېږد هوکړه شوي شرکت د خپلو پلانونو او برنامو د تطبیق لپاره د دې ریاست زېربناوو او ملکیتونو ته پاملرنه نه ده کړې.
د سالنګ د لويې لارې د ساتنې او څارنې رییس محمد ضمیر عمرخېل د نوید نوري سالم بګراموال شرکت د پخواني ټولګټو وزارت او اوسني ترانسپورټ وزارت ترمنځ د شوي هوکړه لیک په نقض تورنوي او وايي، تر څو چې هوکړه شوی شرکت په خپلو ژمنو عمل ونه کړي د سالنګ د لویې لارې دساتنې او څارنې ریاست له لوري به د کار کولو اجازه تر لاسه نه کړي.
له بل لوري، د پروان مرکز ته د سالنګ له ولسوالۍ د اوبو لېږدولو کار کې یو لانجمن مورد د سالنګ ولسوالۍ، کوکلامي درې سرتیکچه سیمه کې د اوبو سرچینې د ۶ بسوې ځمکې د استملاک موضوع ده.
په پروان ولایت کې یوه حکومتي سرچینه وايي، د سالنګ ولسوالۍ اوسېدونکو په لومړیو کې د ۶ بسوې ځمکې لپاره ۴۰ میلیونه افغانۍ بیه ټاکلې وه؛ خو له بحث او چنو وهلو وروسته دا بیه له ۴ اعشاریه ۵ میلیونو زیاتو افغانیو ته راښکته شوه.
د پروان ولایت د ځمکو رییس فیض محمد عسکرزاده وايي، دوی د ځمکو د استملاک فني برخې د اشجارو او د خلکو د اقناع په نظر کې نیولو سره قیمت ګذاري کړې دي.
د پروان سیمهييزه اداره چې د دې پروژې مالکه دی وايي، دا پروژه نيمګړې ده او د اوبو دويم فاز دوی طرحه کړی دی.
د پروان والي فضل الدین عیار قراردادي شرکت په کم کارۍ، د کلیو پراختیا وزارت په کمې پاملرنې او ملي تدارکاتو اداره د سیمهيیزې ادارې په بې صلاحیته کولو تورنوي.
د پروان والي خبرداری کوي، د قراردادي کمپنۍ د ورستۍ ژمنې پر بنسټ که د پروژې کار بشپړ نه کړي؛ عدلي او قضايي بنسټونو ته به ور و پېژندل شي.
دا څوومه لویه او بنسټیزه پروژه ده چې د سکوري وزارتونو له لوري د نيمګړې سروې او ډيزاین له کبله له مبهم برخلیک سره مخ کېږي.





