په غزني کې دولتي بستونه پلورل کېږي

د غزني د اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداره او د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، په داسې حال کې چې له ډېرو د زدکړو وروسته هم بې کاره دي، خو زورواکان د بېلابېلو پلمو له امله د غزني دولتي بستونه نیسي او یا هم دغه بنستونه د ادارو مسوولاو له خوا اخیستل او پلورل کېږي.

د غزني د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو ریاست سرپرست مسعود معصومي هم په دغه ولایت کې د دولتي کارکوونکیو د ګومارني بهیر کې د زورواکیو د لاسوهنې خبره مني، وایي، چې د دغه کار دوام د دولت او خلکو ترمنځ واټن پيدا کړی دی.

  د معصومي پر وینا، دوی د یو شمېر ولایتي شورا وکیلانو، د ملي شورا د غړیو او د ځېنو وزارتونو د چارواکیو د لاسوهنو له امله په دولتي ادارو کې د سیالۍ ازموینې تحریمې کړې دي.

نوموړی وایي، چې سږ کال ۱۵۰ تنه له ازموینې وروسته په دولتي پوستونو کې ګومارل شوي دي، خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ۱۲ بستونه د ځېنو ستونزو له امله ځنډول شوي دي.

د غزني اوسېدونکي وایي، چې د دولتي بستونو د ازموینې ګومارنې بهیر تر ټولو سیاسي، ستونزمن او پر فساد ککړ بولي او وایي، چې اکثره وخت د زورواکیو د لاسوهنې له مله ازموینه ځنډول شوې وي.

د غزني یو اوسېدونکی موسی خان د خپلو سترګو لیدلي حالت په اړه وايي، چې پر یو بست د مقررۍ پر سر د ولایت د چارواکیو تر څنګ اړوند ماموران له ۵۰۰ ډالرو نه نیولې تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې رشوت غواړي.

د غزني ولایتي شورا رییس حمید الله نوروز هم دغه ستونزه جدي ګڼي او مني، چې په دې ولایت کې دولتي بستونه پلورل کېږي.

نوروز زیاته کړه، چې حکومتي مسوولان د کارکوونکیو په ګومارنه کې د فساد مخنیوی نه شي کولی او د سیاسي اړیکو د ټینګولو له پاره دغه بهیر کې ستونزې جوړوي.

خو د غزني والي ویاند جاوید سالنګي د ولایتي شورا د رییس او د خلکو د ادعا په ردولو سره وایي، چې د ولایت مقام هڅه کوي او کړې یې ده، چې د دولتي مامورانو په ګومارنه کې روڼوالی رامنځته شي او دغه بهیر کې د زورواکیو د لاسوهنې مخه ونیول شي.

د سالنګي په خبره، که چېرې د ګومارنې په بهیر کې د غزني اوسېدونکي له فساد سره مخېږي؛ باید په مستقیم ډول د ولایت مقام سره اړیکه ونیسي.

په ورته وخت کې د غزني د پوهنې رییس محمد عابد عابد وايي، چې په ټولو ازموینو کې د ادراي اصلاحاتو استازي موجود وي، خو زورواکي او سیاسي ډلې په دغه بهیر کې د لاسوهنو هڅې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام