
د جوزجان امنیتي مسوولان سلاموطندار ته وايي چې پر یوه ۶ کلن ماشوم ۳۵ کلن سړي جنسي تېری کړی دی.
د جوزجان امنیې قومندان عبدالواحد وجدان وايي، دغه پېښه تېره ورځ «جمعه د سنبلې په اوومه» د مردیان ولسوالۍ «بالامردیان» سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، کومه سیمه کې چې پر دغه ماشوم جنسي تېری شوی، د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
وجدان زیاته کړه چې پولیس هڅه کوي د قومي مشرانو په منځګړیتوب، په جنسي تېري تورن کس ونیسي.
د دغه ماشوم خپلوان غواړي چې په جنسي تېري تورن کس ته سزا ورکړل شي.





