
د غور د عامې روغتیا رییس جمعه ګل یعقوبي سلاموطندار ته وايي، د کورونا ویروس د تشخیص لابراتوار د نه موجوديت له کبله، لارو کې ننګونې او دغه ولایت کې د تجهیزاتو نشتوالی لامل شوی چې له دغه ولایته کابل او هرات ولایتونو ته د کورونا د شکمنو پېښو پر لېږد له ۳ زرو نه تر ۱۸ زره افغانیو پورې لګښت راشي.
د يعقوبي په وینا، ډېری وخت ځمکنی ټرانسپورټ هم د دغو شکمنو بېلګو لېږد نه ډډه کوي چې دغه کار لامل شوی، ترڅو په کورونا ویروس د شکمنو کسانو پایلې د شلو ورځو په تېرېدو هم مشخصې نهشي.
د غور د عامې روغتیا رییس همدارنګه وايي، د طالبانو له لوري د غور ـ هرات لویې لارې د نيول کېدو له کبله په کورونا ویروس له شکمنو کسانو اخیستل شوې بېلګې هم له منځه تللې دي.
په ورته وخت کې د غور یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان روان د اندېښنې وړ وضعیت او د دغه ولایت لارو کې ستونزو ته په پام، د حکومت له مرکزي ادارې غواړي چې دغه ولایت ته جدي پام وکړي.
د غور د عامې روغتیا ریاست د مسوولانو په وینا، دغه ولایت کې تراوسه د کورونا ویروس ۱۴۶ شکمنې پېښې ثبت شوي چې تراوسه یې د ۱۰۳ پایلې منفي، ۳۶ یې تر څېړنې لاندې او ۵ یې مثبتې دي.





