«۵۴ لکه افغانۍ بېرته ورکړه»

عکس له خواله رسنیو

ځېنو هېوادوالو په خواله رسنیو کې د «۵۴ لکه افغانۍ بېرته ورکړه» په نامه یو کمپاین پیل کړی‌دی. د دې کمپاین موخه دا ده چې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د شخصي کارونو له‌پاره د دولت له بودیجې نه لګولې پیسې بېرته ورکړي.

د دې کمپاینرانو په وینا، په هېواد کې ډېرې غلاوې کېږي؛ خو ښاغلي ابراهیمي د ۵.۴ میلیونو افغانیو پر اختلاص اعتراف کړی وو او ویلي یې وو چې دا پیسې بېرته د دولت بودیجې ته سپاري.

۸ میاشتې مخکې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي او دارالانشاء رییس خدای‌نظر نصرت د فساد په اړه راپور خپور شو چې ښاغلي ابراهیمي د ولسي جرګې په عمومي غونډې کې پرته له جزییاتو ومنله چې په‌دې اختلاس کې لاس لري.

د ولسي جرګې رییس د کور او دفتر د کرایې او ښکلاييزو توکیو د پېر له‌پاره د ولسي جرګې له بودیجې ۵.۴ میلیونه افغانۍ لګولې وې چې د رسنیو له رسوايۍ نه وروسته یې د یادو پيسو د بېرته ورکولو ژمنه وکړه. خو له‌دې قضیې نه څو میاشتې وروسته لا هم دا پیسې نه‌دي ورکړل شوې.

عکس له خواله رسنیو

مجیب ضیا، د «۵۴ لکه افغانۍ بېرته ورکړه» کمپاین پيلوونکی دی. هغه وايي، ښاغلي ابراهیمي د یو مهم بنسټ مشر دی. خلکو رایه ورکړې او باور یې پرې کړی‌دی. نوموړی باید له خپل موقف نه ناوړه استفاده ونه‌کړي.

خو د ولسي جرګې منشي عرفان‌الله عرفان د دې کمپاین پر پیلوونکیو باندې له نیوکې سره سلام‌وطندار ته وویل، هر څوک باید له هر ډول کمپاینه مخکې د موضوع په اړه لازم معلومات پیداکړي. د عرفان په خبره، دا پیسې د ښاغلي ابراهیمي شخصي لګښت له‌پاره نه بلکې د ولسي جرګې امنیتي مسایلو له‌پاره مصرف شوې‌دي او په‌دې اړه باید د ولسي جرګې د امنیت مخکنۍ رییس غفار غورځنګ ځواب ورکړي چې اوسمهال له هېواد بهر دی.

په‌دې اړه مو د ولسي جرګې د رییس عبدالرو ابراهیمي او د ولسي جرګې د دارالانشا رییس خدای‌نظر نصرت نظرونو اخېستلو هڅه وکړه؛ خو له بیا ـ بیا اړیکو سره یې ځواب رانه‌کړ.

له‌دې مخکې د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون په ولسي جرګې کې د فساد په اړه لویې څارنوالۍ ته اسناد سپارلي وو؛ خو تراوسه دا لاسوندونه د لویې څارنوالۍ له لوري نه‌دي څېړل شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام