
د بامیان یو شمېر ولسوالیو کې د تور زېړۍ ناروغۍ خورېدو، د دې ولایت د یو شمېر اوسېدونکیو او د ولایتي شورا غړیو اندېښنې راپورته کړي.
د بامیان د ولایتي شورا غړی عبدالاحمد بینوا وايي، له تېر کال راهیسې د تور زېړي ناروغۍ یوازې د کهمرد ولسوالۍ «درو» سیمه کې د ۲۳ کسانو ژوند اخېستی دی.
د ده په خبره، کهمرد ولسوالۍ کې د تور زېړي او سرطاني ناروغیو خورېدل د اندېښنه خبره ده. دی وايي چې دا ستونزه یې له روغتیا ریاست سره هم شریکه کړې.
په همدې حال کې د لومړي او دویم نمبر یکهولنګ ولسوالیو اوسېدونکي هم له تور زېړي ناروغۍ اندېښنه څرګندوي او وايي، د دغو ولسوالیو «زولیج او ګزک» سیمو کې د دغې ناروغۍ په دلیل ۲ کسان وژل شوي او ۳۵ مثبت موارد ثبت شويدي.

د زولیج او ګزک سیمو اوسېدونکي محمد ظاهر او سید رضا وايي، د دې ناروغۍ له امله د ډېرو کورنیو غړي رنځېږي.
د بامیان د عامې روغتیا رییس سیدعلياقا ایوب ناصري دغه ولایت کې د تور زېړي ناروغۍ خورېدلو په تایید سره وايي، د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي ورکولو لهپاره یې صحي ډلې سیمو ته استولي دي.
هپاتیت یا د سږو التهاب ناورغۍ نړۍ کې له تر ټولو خونړیو ناروغیو ده چې په پنځه ډول A، B، C، D او E وېشل کېږي. د دې ناروغۍ b او c ډول یې په تور زېړي هم پېژندل کېږي.
افغناستان کې تراوسه په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په اړه کره شمېرې نهشته؛ خو د ډاکټرانو په وینا، پهدې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د زیاتېدلو په حال کې دی.
ورته مطلب:





