د هلمنديو ماشومانو د جاسوسۍ او ماین خښولو کیسه

له ارشیفه

نقیب الله هغه ۱۵ کلن ماشوم دی چې یو کال مخکې د هلمند نادعلي ولسوالۍ په یوه پوسته کې د نفوذي کس په توګه وګومارل شو. له ده سره مو د ماشومانو د سمون او روزنې په مرکز کې خبرې اترې وکړې. نقیب الله وايي، طالبانو اړ کړی و چې د اردو لیکو ته ورشي او د دغې ډلې له‌پاره جاسوسي وکړي.

بلاخره د جاسوسۍ پرمهال رسوا او امنیتي ځواکونه یې نیسي. نوموړي د مرکې پرمهال په وار وار  له خپل کړي کاره پښېمانتیا څرګندوله او ویل یې د طالبانو له امره یې د سرغړاوې هېچ چاره نه لرله.

د انساني قاچاق او کډوالو  قاچاق پر ضد د مبارزې قانون ۲۵ مادې په ۲۱ بند کې راغلي دي، که مجنی علیه ماشوم وي، د هغه په خوښه مور او پلار  او  د هغه قانوني سرپرست ته سپارل کېږي؛ که مور او پلار او قانوني سرپرست ونه لري د ټولنیزو خدمتونو په ځانګړې موسېسې کې یې ساتنه کېږي. له همدې امله زیاتره غولول شوي ماشومان د سمون او روزنې په مرکزونو کې ساتل کېږي.

نقیب الله سره د خبرو پرمهال مې پر ۱۴ کلن خان اغا سترګې ولګېدې.  دی وايي، دغه ډول ډېر زیات نور ماشومان یې لیدلي چې اړ شوي طالبانو ته کار وکړي. د خان اغا په باور د ماینونو خښول او جاسوسي کول له طالبانو سره د ماشومانو د همکارۍ یو هغه برخه ده. ده ته هم ټیک یو کال د طالبانو له‌خوا د ماینونو خښولو او د اغېزمنو لارو چارو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکول شوې.

د سنګین ولسوالۍ استوګن ګل خان چې له نقیب الله او خان اغا په عمر مشر دی درې کاله کېږي د ماشومانو د سمون او روزنې په مرکز کې اوسېږي. له ګل خانه مو وپوښتل له خلاصون وروسته به کوم کار کوي. دی په ځواب کې وايي، لا هم مطمین نه دی چې له حکومت سره همکاري وکړي او که طالب سره.

نوموړی په دې باور دی چې د سنګین ولسوالۍ زیاتره خلک له طالبانو سره همکاري کوي او دی هم له امریکایانو سره د جګړې او جهاد په‌پاره له طالبانو سره یو  ځای شوی و.

ګل خان وايي:«هېڅوک د ۵ یا ۱۰ زرو پاکستانیو کلدارو په بدل کې ځان نه وژني؛ خو مهمه داده چې امریکایان راغلي او جهاد لازم دی.»

د دغه ماشوم دا ډول څرګندونې دا پوښتنه راټوکي چې طالبان څه ډول په اسانۍ د معصومو ماشومانو ذهنونه مینځي او ګټنه ترې کوي.

په دې اړه لومړی د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس محمدامان نیکمل ته ورغلو.  ښاغلي مکمل وویل، هر میاشت دوی ته له دې کبله راپورونه ورکول کېږي چې د دولت وسله‌وال مخالفین د بېلابېلو موخو له‌پاره له ماشومانو ګټنه کوي. د ده په خبره، دوی زیاتره دغه دوسیې د څارنوالۍ مقام ته ارجاع کوي.

له ارشیفه

د ښاغلي نیکمل په باور، نه باید هېڅ ښکېل لوری په جګړه کې له ماشومانو  استفاده وکړي او که هر لوری په جګړو کې له ماشومانو استفاده وکړي جنګي جنایت بلل کېږي.

د انساني قاچاق پرضد د مبارزې قانون د درېیمې مادې په دویم بند کې راغلي د ګټنې په‌پاره د ماشوم تر ولکې لاندې راوستل او دغه راز په وسله‌والو نښتو کې له ماشومانو استفاده انساني قاچاق بلل کېږي.

د دې موضوع په تړاوو مو د هلمند ولایت یو مدني فعال حافظ احمد نصرت سره خبرې کړي دي. دی وايي، د هلمند په جګړه کې حکومت او طالبان دواړه خواوې له ماشومانو استفاده کوي. دا داسې مهال ده، چې په نښتو کې د ماشومانو ګومارنه انساني قاچاق بلل کېږي.

له طالبانو سره د دغه ماشوم  د مرستې کیسه او د دغې ډلې له‌پاره جاسوسي کول او د ماینونو خښول د هلمند د جګړې د تیاره برخې کوچنۍ هغه بېلګه ده. د سمون او روزنې له مرکزه تر خلاصون وروسته به څه ډول له ټولنې سره یوځای کېږي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې د دغو ټولو ماشومانو په ذهنونو کې ورچورلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام