پر ټوخي اخته ماشوم او د بایقرا د قبر مستې

هرات کې د تیموریانو د وروستي پاچا سلطان‌حسین بایقرا د زیارت ډبره چې شاوخوا ۵۰۰ کاله لرغونتوب لري، «د تور ټوخي په ډبرې» پېژندل کېږي او د هرات یوشمېر اوسېدونکي پرې عجیب باور لري.

د هرات ځینې اوسېدونکي دغه وړوکي زیارت ته ورځي او د سلطان‌حسین بایقرا د زیارت پر ډبرې د مستو تر اچولو وروسته له خپلو ماشومانو چې د تور ټوخي ناروغي لري، غواړي چې هغه وخوري.

دې ډبرې ته د هرات د یوشمېر اوسېدونکیو د باورونو په زیاتېدو سره د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو پرېکړه وکړه چې د دې تاریخي تیږې د ساتنې لپاره پرې یو محافظتي قفس نصب کړي.

د مسوولانو له دغه اقدام وروسته مراجعه کوونکیو بلې تاریخي ډبرې ته چې په خوا کې یې ده، مخه کړې.

د میلاد په نوم یوه ځوان خپل کوچنی ورور چې په تور ټوخي ناروغۍ اخته دی، دلته راوستلی او پر یادې ډبرې یې ورته مستې اچولي چې ویې خوري.

د نوموړي په وینا، ورور یې سخت ټوخېږي او څو ځله یې ډاکټر ته بیولی، خو نه‌دی ښه شوی او اوس یې د خپلې تجربې له مخې، دغه زیارت ته راوستلی چې روغ شي.

ظاهراً دغه ډبره په خاورو ککړه ده او ځینې مراجعه‌کوونکي لومړی ډبره مینځي او وروسته پرې مستې اچوي، خو ځينې نور بیا له مینځلو پرته پرې مستې اچوي او خپل ناروغ ته وايي چې ویې خوري.

د هرات یو بل اوسېدونکي اسماعېل چې ۴۵ کاله عمر لري هم خپل ۸ کلن ماشوم راوړی چې پر یادې تیږې اچول شوې مستې پرې وخوري. نوموړی وايي، ماشوم یې ناروغ دی، ټوخېږي او د دې لپاره چې روغ شي، دلته یې د مستو خوړلو لپاره راوستلی دی.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر امر جاوید ضرغام وايي، پر یادې ډبرې د خلکو باور دومره ډېر شوی چې ان د ډبرې ځینې برخې یې ماتې کړي او پر تور ټوخي اخته کسانو ته یې ورکړې دي.

نوموړی وايي چې په وروستیو پنځوس شپېتو کلونو کې یاده ډبره د تور ټوخي تیږه ده او ډېری خلک باور لري چې پرې اچول شوې مستې یې ټوخی روغوي، خو په وینا یې یاده تیږه له لرغونتوب پرته بل هېڅ حکمت نه‌لري.

خو دا چې د تور ټوخي پر تیږې د یوشمېر خلکو باور له دیني اړخه څنګه دی؟ په هرات کې یو دیني عالم محمدمعصوم خطیبي وايي چې ډبره چا ته شفا نه‌شي ورکولای او پر یادې تیږې د خلکو باورونه ټول خرافات دي، په اسلام کې دا ډول کارونه روا نه‌دي او باید ترې ډډه وشي.

د دیني چارو پوهانو په اند حکومت او رسنۍ باید د پوهاوي ورکولو پروګرامونو په جوړولو سره د خرافاتو له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام