
د لوګر ولايتي شورا وايي چې وسلهوالو طالبانو په مرکز پلعلم کې د هلکانو او نجونو ښوونځي تړلي دي.
د ولايتي شورا رييس حسيبالله ستانکزي سلاموطندار ته وويل چې د افغان ځواکونو د عملياتو په غبرګون کې طالبانو د دې ولایت په مرکز پلعلم کې د هلکانو او نجونو ١٥ ښوونځي تړلي دي. ستانکزی وايي، د ښوونځیو تړل کېدو لهامله د هلکانو او نجونو د څلور نيم مياشتنۍ ازموينې هم پاتې شوې دي.
د حسیبالله ستانکزي د معلوماتو لهمخې، طالبانو د دې ښوونځيو مسوولانو، استادانو او زدهکوونکیو ته ګواښ کړى چې ښوونځيو ته لاړ نه شي.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي سلاموطندار ته وويل چې طالبانو د مرکز په ځېنو سيمو کې ښوونځي تړلي دي.
د لوګر مرکز پلعلم ځېنې زدهکوونکيو سلاموطندار ته وویل چې له تېرې ورځې راهیسې وسلهوالو طالبانو د نجونو او هلکانو لسګونه ښوونځي تړلي دي.
د زیارمل په نوم یو زدهکوونکی وايي، طالبانو د ښوونځيو ښوونکیو ته امر کړی تر هغو چې دوي د پرانیستو اجازه ورکړي نهوي؛ ښوونځي به تړلي وي.
ورته وخت کې د پوهنې وزارت د خپرونو رییس کبیر حقمل د پېښې په تایید سلاموطندار ته وویل طالبانو په محمداغې او پلعلم کې تر ۵۰ ډېر ښوونځي د زده کوونکیو پرمخ تړلي دي.
حقمل وایي طالبانو د مرکز پلعلم اړوند د شولولک د نجونو او هلکانو ښوونځی هم سوځولی او زره ګونه زدهکوونکي له زدهکړو محروم شوي دي.
د ریپوټونو پربنسټ له دې پېښې مخکې وسلهوالو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ ۳۹ ښوونځي د زدهکوونکیو پرمخ تړلي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.





