بامیان کې پر نشه‌يي توکیو روږدې کورنۍ خپله لور پلورلې

په بامیان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر مسوولان وايي، پر نشه‌يي توکیو روږدو مور او پلار د دغه ولایت په ورس ولسوالي کې خپله ۱۲ کلنه لور د ۵۰ زرو افغانیو او یوې غوا په بدل کې پلورلې ده.

د دوی په وینا، یاده نجلۍ چې سموچک سیمې اوسېدونکې ده، د نشه‌يي توکیو پر یوه قاچاقي پلورل شوې ده.

د دغه ولایت مسوولان وايي، د ورس ولسوالي په پژندور، لیګان د لیګان تر غره لاندې سیمو کې ګڼ شمېر کورنۍ پر نشه‌يي توکیو روږدې دي.

په بامیان کې د ماشومانو ساتنې د عمل شبکې مسوولان وايي، ډېری ماشومان پر نشه‌يي توکیو د روږدو کورنیو د نشې قرباني کېږي.

بله‌خوا په بامیان کې د ماشومانو ملاتړي بنسټونه او فعالان له حکومت او عدلي او قضايي ادارو غواړي چې د هغو ماشومانو د پېر او پلور مخه ونیسي چې کورنۍ یې پر نشه‌يي توکیو روږدې دي.

د ورس ولسوالي مسوولان وايي، په‌دې اړه نارسمي راپورونه ترلاسه کړي او دغه راز یې امنیتي او قضايي برخو ته سپارښتنه کړې چې یاده موضوع وڅېړي.

تر دې مخکې هم له ورس ولسوالي نه د ماشومانو د پېر او پلور په اړه راپورونه ورکړل شوي وو، خو دغه راپورونه په رسمي ډول نه‌دي تایید شوي.

تراوسه په بامیان ولایت کې پر نشه‌يي توکیو د روږدو کورنیو شمېر معلوم نه‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام